تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اټک کې د ښوونځي پر موټر ډزو کې دوه نجونې وژل شوې، پنځه ماشومان او موټر چلوونکی ټپيان دي
د پاکستان د پنجاب ایالت په سرحدي ولسوالۍ اټک کې د ښوونځي پر یوه موټر د ناپېژاندو کسانو په ډزو کې دوه زدکوونکې وژل شوې او د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.
د اټک د پوليسو ویاند ویلي، دا پېښه نن پنجشنبه سهار شاوخوا نهه بجې د چشتي کلا د غره په لمن کې ديريکوټ کلي ته څېرمه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په دغه بريد کې د ښوونځي موټر چلوونکی هم ټپي شوی دی.
په پېښه کې د وژل شويو او ټپي ماشومانو عمرونه د څلورو او دولسو کلونو ترمنځ دي.
د ژغورنې ۱۱۲۲ ډلې ټپیان او مړي د اټک روغتون ته لېږدولي.
بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو سیمه کلابنده کړې او وايي لټون یې پیل کړی دی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې برید چا کړی دی.
د اټک د پوليسو وياند عزيزالله خان بي بي سي ته وويل د لومړنيو معلوماتو له مخې، موټر چلوونکي دښمني لرله، خړ په دې اړه نورې څېړنې روانې دي.
د پنجاب اعلي وزیرې مريم نواز شريف د راولپنډۍ له کېمشنر څخه د پېښې په اړه رپورټ غوښتی او د ژوبلو کسانو درملنې لپاره یې اړینې لارښونې کړې دي.
پاکستان کې په وروستیو څو کلونو کې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي، چې د امنیتي ځواکونو تر منځ پکې پر ملکي وګړو او بهرنیانو هم بریدونه شوي دي.
د ترسره شويو څېړنو له مخې په تېرو دريو کلونو پاکستان کې نه یوازې دا چې وسله وال بریدونه ډېر شوي بلکې وسله والو د خپلو بریدونو تاکتیکونه هم بدل کړي دي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې له افغانستانه د ناټو او امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ځینې عصري وسلې او جنګي الات د پاکستاني طالبانو تحريک (ټيټيپي) وسله والو لاس ته ورغلي او دوی همدغه وسلې پاکستان کې د بریدونو لپاره کاروي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي له بهرنیو ځواکونو او د مخکېني حکومت له پوځ او نورو امنیتي ادارو ورپاتې وسلې خوندي دي.