تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کلیفورنیا کې په ډزو د ۱۰ کسانو د وژونکي ۷۲ کلن سړي مړی موندل شوی
د امریکا کلیفورنیا کې پولیس وایي هغه کس مړ موندل شوی چې پرون شپه یې لاس انجلس ته نږدې په مونېتري پارک ښار کې ۱۰ کسان په ډزو وژلي وو.
پولیس وايي دا سړی 'هو کن تران' نوموېږي او ۷۲ کلن و.
دی د نڅا په یوه کلب کې پر خلکو له ډزو وروسته تښتېدلی و او پراخ لټون یې روان و.
خو وروسته د نوموړي مړی په یوه سپین 'وان' موټر کې وموندل شو.
پولیس اوس په دې اړه څېړنې کوي، چې 'هو کن تران' ولې په دغه برید لاس پورې کړی.
د هغه لخوا د وژل شویو کسانو په اړه هم ویل شوي چې ټول د ۵۰ – ۶۰ کلونو او یا تر دې هم د پاخه منګ کسان ښکاري.
دې پېښه کې ۱۰ کسان ټپي شوي هم وو چې د ۷ روغتیايي وضعیت نازک دی.
مونتېري پارک د لاس انجلس د ختیځ شاوخوا ۱۳ کیلومترۍ کې پروت دی.
تر دې پېښې لږ مخکې په مونتېري پارک کې زرګونه کسان د نوي سپوږمیز کال جشن کې ګډون لپاره راټول شوي وو.
ځايي پولیسو ویلي و دا ډزې یوه سړي کړې او وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.
د دغه برید د انګیزې مالومېد هڅې روانې دي.
د لاس انجلس د پولیسو یوه مشر اندریو مېیر رسنیو ته ویلي، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې ګڼ شمېر پولیس د پېښې ځای کې راټول شوي.
یوه عیني شاهد لاس انجلس ټایمز ته ویلي چې درې کسان په منډه د ده دوکان ته ورغلل او ورته ویې ویل چې دروازې وتړي، ځکه یو کس له ټوپک سره ور روان دی.
امریکا کې د سپوږمیز کال جشن یوه اوونۍ دوام کوي او لسګونه زره کسان پکې برخه اخلي.
مونتېري پارک ښار شاوخوا ۶۰ زره اوسېدونکي لري چې ډیر یې اسیايي توکمه دي.