تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې یوه ښځه د خپل مېړه د وژنې په تور له لس کاله بند وروسته اعدام شوه
دېرش کلنه ایرانۍ سمیرا سیزیان چې د خپل مېړه د وژنې په تور زنداني وه، له لس کاله بند تېرولو وروسته اعدام شوه.
نوموړې د کرج ښار په قزلحصار زندان کې اعدام شوې ده.
عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نوموړې په قصدي ډول خپل مېړه وژلی او په څښاکو کې یې ورته زهري مواد ګډ کړي دي.
ایران کې د بشر حقونو څار بنسټونو د رپوټونو له مخې، نوموړې په کم عمر کې واده شوې ده.
د ههنگاو په نامه د بشر د حقونو څار بنسټ په یوه رپوټ کې راغلي چې، محکمې نوموړې د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې د خپل مېړه په وژنې تورنه کړې.
هغه مهال آغلې سبزیان ۱۹ کلنه وه او د خپلې ۱۴ کلنې خور او یوه بل کس په مرسته یې خپل مېړه وژلی دی.
محکمې په خبرپاڼه کې ویلي: "د وژل شوي کس د کورنۍ د ټینګار او د ښکلېو اړخونو تر منځ د یوې هوکړې نه کېدو له امله وروسته له ډېرو هلو ځلو دا پرېکړه شوې ده."
په دغه خبرپاڼه کې د پرېکړې د ځنډېدو په اړه راغلي: "پرېکړه ځکه دومره وځنډول شوه، چې مونږ د ښکېلو غاړو د کورنیو تر منځ د جوړ جاړي هڅه کوله."
نوموړې د محکمې د پرېکړې اورېدو لپاره د کرچک ښار ورامین زندان ته راوستل شوې وه او بېرته بیول شوې.
ایراني رسنۍ هرانا رپوټ ورکړی چې: "مېرمن سیزیان زندان ته د راوستو پر مهال له خبرو لوېدلې وه."
دا رپوټ زیاتوي: "هغه بېرته زندان ته د بیول کېدو پر مهال پر خپلو پښو نه شوه تللای او ویلچیر کې یې ولېږدوله."
"د کورني تاوتریخوالي کم عمره قرباني"
له ایرانه رپوټونه وايي، مېرمن سیزیان وروسته له هغې زنداني شوه، چې ۲۰۱۴ کال جنورۍ پر ۱۵مه کرج ښار کې په یوه کور کې د نیما په نامه سړی ووژل شو.
آغلې سیزیان کم عمر کې واده شوې وه او د ۱۱ او ۱۵ کلونو په عمر یې دوه ماشومان وو.
د بشر د حقونو فعالې ژیلا مستاجر ویلي: "آغلې سیزیان په یوه غیر عادلانه او غیر شفافې محکمه کې چې تر فشار لاندې وه او اعتراف ترې اخیستل شوی و په اعدام محکومه شوه، نه یې کورنۍ او نه یې خپلوانو ملاتړ وکړ."
د بشر حقونو یادې فعالې همدا راز ویلي: "د بشر د حقونو سازمانونو او نړیوالو بنسټونو له هڅو سربېره ایران حکومت د یوه بل انسان ژوند هم ترې واخیست. آغلې سیزیان هم د کورني تاوتریخوالي او هم په کم عمر کې د ودولو قرباني وه. نوموړې د ښځو ضد قوانینو قرباني شوه."
ایران کې سیمه ییزو رسنیو رپوټونه ورکړي چې، د وژل شوي کس کورنۍ پر همدې ټینګار کاوه چې د محکمې حکم دې ژر تر ژره عملي شي.