د سعودي ديپلوماتان له کابله "د امنیتي ګواښونو له کبله تللي"

کابل

د عکس سرچینه، MOFA

د عکس تشریح، طالبان له نړیوالو غوښتنه لري چې ورسره دیپلوماتیک اړیکي پراخ کړي.
د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته منلې چې د سعودي عرب سفارتي کارکوونکي او دیپلوماتان تېره اوونۍ له کابله وتلي.

طالبان وايي د یو شمېر نورو هېوادونو ديپلوماتان لا هم کابل کې دي. یوې ديپلوماتیکې برخې او دوه نورو سرچينو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په کابل کې د امنیتي ګواښونو له وېرې د سعودي عرب سفارتي کارکوونکي پاکستان ته لېږدېدلي.

وړاندې پر خواله رسنیو داسې رپوټونه وو چې ګواکې د متحده عربي اماراتو په ګډون د څو نورو هېوادونو ديپلوماتان هم له کابله وتلي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي د متحده عربي اماراتو ديپلوماتان تېرو دوو کلونو کې په کابل کې مېشت نه وو، او د نورو سفارتونو له لوري د وتلو اړونده کومه خبرېدنه نه ده ورسېدلې.

که څه هم د رویټرز خبري اژانس د سعودي ديپلوماتانو وتل د امنیتي دلایلو له امله بللي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي "د سعودي عرب ديپلوماتان د یوې روزنیزې دورې لپاره خپل هېواد ته ستانه شوي."

کابل کې د ديپلوماتانو لپاره امنیتي ګواښ له کوم لوري دی؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سعودي عرب په رسمي توګه له کابله د خپلو استازو وتلو اړوند څه نه دي ویلي.

د سعودي عرب سفارت ته د پېښ امنیتي ګواښ ډېر څه نه دي روښانه شوي چې څوک او له کومه اړخه ننګونې شته، دا هم نه ده جوته چې د سعودي ديپلوماتان به کله بېرته کابل ته ستنیږي.

د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې یوې بلې سرچینې بي بي سي پښتو ته ویلي، پرون "دوشنبه" کابل کې د سعودي د سفارت کونسلي چارې هم تړلې وې.

دغه سرچینه وايي، په رسمي ډول د سفارت د تړل کېدو په اړه دوی ته څه نه دي ویل شوي خو په نارسمي ډول خبر شوي چې د سعودي په ګډون د ځینو نورو سفارتونو دیپلوماتان هم له کابله تللي دي.

د تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال د ډسمبر پر دویمه، کابل کې د پاکستان چارسمبالی سفیر عبیدالرحمن نظاماني له یوه بریده روغ وتلی او یو ساتونکی یې ژور ټپي شوی و.

د همدغه میاشتې پر ۱۲ کابل کې چینايي وګړي د ښار په مرکزي برخه کې په یوه هوټل کې د برید نښه وګرځېدل.

د داعش خراسان څانګې له برید وروسته وویل، پر چینایانو یې د "غچ اخستنې" بریدونه پیل کړي.

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش اړوندې النباء مهالنۍ خپرونې په خپله ۳۶۹مه سرلیکنه کې د ډېسمبر پر ۱۵ ولیکل، پر چیني سوداګرو کابل کې د دغه ډلې برید د چین سین کیانګ ایالت کې پر ایغور مسلمانانو د چینايي حکومت د ظلم او د هغوی د کړنو ځواب و.

د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر پر پنځمه کابل کې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل ښار لوېدیځه لور دارالامان پر سړک د روسیې سفارت دروازې ته نږدې ځان والوځوه. دوه روسي سفارتي کارکوونکي یې ووژل او یو شمیر افغانان یې ټپیان کړل.

داعش خراسان څانګې د هغه برید مسولیت ته ټټر وهلی و.

"روسیه کابل کې د سفارت تړلو هوډ نه لري"

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کابل کې پر چینايي سوداګرو د برید مسولیت داعش ډلې منلی و.

سره له دې چې د روسیې سفارت خپلې چارې ترېوې کچې محدودې کړې، خو تازه افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، تکل نه لري چې افغانستان کې دې خپل سفارت وتړي.

پر واګو د طالبانو له ولکې سره ډېرو لوېدیځو هېوادونو خپل سفارتونه وتړل. امریکا او بریتانیا خپلې سفارتي چارې د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږدولې او له هغه ځایه یې د افغانستان لپاره ګومارل شوي کارکوونکي چارې سمبالوي.

خو د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما په ګډون د ترکیې، روسیې، چین، پاکستان، ایرن، او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو استازولۍ کابل کې پرانیستې او د یو شمېرهېوادونو سیاسي استازي وخت نا وخت افغانستان ته له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره تګ راتګ لري.

د کتنو او خبرو منځ ټکي، بشري مرستې او د نجونو د زدکړو او مېرمنو د کار اړوند بحثونه وي.

په داسې حال کې چې طالبان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د دیپلوماتیکو اړیکو د پراخولو هڅې کوي، او د بهرنیو چارو وزارت یې له نړیوالو افغانستان ته د ورتګ غوښتنه کوي، د سفارتونو لنډ مهاله یا اوږد مهاله تړل کېدل د طالبانو ګوښي حکومت لپاره چې لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، ښه خبر نه بريښي.