"۱۰۱ طلاقونه"؛هغه سيریال چې پاکستان کې په وړو وړو خبرو د طلاق پر موضوع راڅرخي

انوشې عباسي
    • Author, نازش فیض
    • دنده, بي‌بي‌سي، اردو
  • د خپرېدو وخت

طلاق یوه داسې موضوع ده چې د پاکستان په ټولنه کې پرې خبرې کول شرم او تابو ګڼل کېږي. خو د وخت په تېرېدو سره اوس هم خلک پرې غږېږي او هم د پاکستان په ډرامو کې د طلاق موضوع وړاندې کېږي او سیریالونه پرې جوړېږي.

"یو سلو یو طلاقونه" هم د همداسې ډرامو له ډلې یوه ده چې نن سبا د پاکستانیو ښځو تر منځ پر خواله رسنیو ته بحث توده موضوع ګرځېدلې ده.

په دې ډرامه کې په طنز او خندوونکې بڼه دا ښودل شوي چې څنګه په اوسنۍ زمانه کې په ډېرو وړو او عادي خبرو واده کړې جوړې طلاق سره اخلي.

په دې سیریال کې د پاکستاني ډرامو وتلې ممثلې انوشې عباسي مرکزي رول لوبولی دی. انوشې عباسي د یوې داسې ښځې کرېکټر کې راڅرګنده شوې چې له خپل مېړه سره ډېرې ستونزې لري او له ډېرو هڅو سره سره په دې کې پاتې راځي چې شخړه ورسره ونه کړي او تر منځ‌ زړه‌بدون رانه شي.

"سيریال حقیقت ته نږدې دی"

انوشې عباسي

د عکس سرچینه، GREEN ENTERTAINMENT

د عکس تشریح، تر سيریال بهر که د انوشې خپل شخصي او حقیقي ژوند ته هم وکتل شي نو هغې په ۲۰۱۴ کې واده کړی خو شپږ کاله وروسته له مېړه جلا شوې ده.

انوشې عباسي له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې وویل چې په دې ډرامه کې مرکزي رول لوبول د هغې لویه لاس‌ته راوړنه ده او په وینا یې، دا رول یې له حقیقي ژوند سره ډېر اړخ لګوي.

تر سيریال بهر که د انوشې خپل شخصي او حقیقي ژوند ته وکتل شي نو هغې په ۲۰۱۴ کې واده کړی خو شپږ کاله وروسته له مېړه جلا شوې ده.

له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې هغې وویل چې د سیریال د ثبت پر مهال یې ډېر ځلې دې ته پام شو چې د ښځې او مېړه تر منځ ځينې ډېرې وړې خبرې غټېږي خو که خپل خبرې سره پرې وکړي له طلاق بچېدلی او ستونزه په خبرو حلېدلی شي.

په ډرامه کې په ټولنه کې شته ځینې هغه اړخونه هم ښودل شوي چې عموماً د طلاق لامل ګرځي، لکه د زوم په ژوند کې د خواښې مداخله یا له مېړه په نه خبره د ښځې مرورېدل او داسې نور...

انوشې وايي،‌"دا ډرامه حقیقت ته دومره نږدې ده چې ښايي هر چا ته ځان پکې وښکاري او ریښتیا هم په ډېرو وړو وړو خبرو کې خلک طلاق منځ ته راوړي او سره بېل شي."

"پر خواله رسنیو یوازې مثبتې تبصرې لولم"

انوشې عباسي

د عکس سرچینه، GREEN ENTERTAINMENT

د عکس تشریح، انوشې زیاتوي، "زه ځکه د خلکو ښه کمنټونه لولم چې بیا ټوله ورځ ښه راباندې تېرېږي."

په "یو سلو یو طلاقونه" ډرامه کې د زاهد احمد په نوم ممثل د داسې یوه وکیل رول لوبولی چې که یوه جوړه د طلاق لپاره ورځي نو دا داسې مشورې ورکوي چې هغه له دې کاره لاس په سر شي.

انوشې وايي، یوه جوړه هله تر وکیله رسېږي چې طلاق سره اخلي او "په دې ډرامه کې په ډېر ښکلي انداز د وکیل کرېکټر ځای شوی چې جوړې له طلاق اخیستلو منصرفې کړي."

انوشې په ګڼو ډرامو کې کار کړی خو تر ډېره په منفي څېره او یا د یوې ژړېدونکې نجلۍ په توګه راڅرګنده شوې. خو په دې سیریال کې د هغې کرېکټر د پاکستانیو ډرامو مینه والو ډېر خوښ کړی دی او دا یې له کبله خوشاله ده.

انوشې عباسي ډېر کله پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول پر انسټاګرام خپل عکسونه خپروي او د خلکو پام ځان ته وراړوي.

په دې ترڅ کې هغه کله له سختو نیوکو سره مخ کېږي خو کله ستایل کېږي.

انوشې وايي، یوازې د هغو تبصرې یا کمنټونه لولي چې دا یې ستایلې وي ځکه چې په وینا یې، په دې سره هغې ته د لا نور او ښه کار کولو موقع په لاس ورځي.

د انوشې عباسي یوه بله ډرامه هم دمګړۍ خپرېږي چې هغه په ادارو کې د ښځينه کارکوونکو په اړه ده او هغه هم ډېر مینه وال لري.

انوشې زیاتوي، "زه ځکه د خلکو ښه کمنټونه لولم چې بیا ټوله ورځ ښه راباندې تېرېږي."