لیرې ټاپوګانو ته د ډرون په مټ 'هوايي پوسټ'
لیرې ټاپوګانو ته د ډرون په مټ 'هوايي پوسټ'
د خپرېدو وخت
په پام کې ده چې په اورکني کې د ټاپوګانو مېشتو وګړو ته د ډرون په مټ لیکونه ژر ورسېږي.
اټکل کېږي چې دا به بریتانیا کې لومړنی ځای وي چې استول شوي لیکونه او پوستي توکي به د بې پیلوټه الوتکې (بنګنې) په مټ ور ورسول شي.
له رویال مېل کېرکوال دفتره به کڅوړې او لیکونه سټرومنس لېږدول کېږي.
له هغه ځایه یې بېپیلوته الوتکې 'ګرمسې' او 'هوی' ته- هغه ځای چې د پوسټ کارمنان به خپل سفر بشپړوي- وړي.



