د هرات صنعتي ښارګوټي کې اولګېدنه

د ویډیو تشریح، د هرات صنعتي ښارګوټي کې اولګېدنه
د هرات صنعتي ښارګوټي کې اولګېدنه
د خپرېدو وخت

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې تېره شپه اورلګېدلی و.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید معسود حسیني وايي، د اورلګېدنې له امله د ۶۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت اموال له اوره وژغورل شول.

دا اور تېره شپه شاوخوا ۳ بجې د هرات صنعتي ښارګوټي په دویم فاز کې د (نور اریانا) د کاغذ او کارتن جوړولو شرکت کې لګېدلی و چې وروسته مهار کړل شو.