سویس کې د ایران او امریکا خبرې
سویس کې د ایران او امریکا خبرې
د خپرېدو وخت
د سویس او ایران پلاوي د یکشنبې په سهار د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم لیک د عملي کولو د خبرو اترو په څنډه کې دوه اړخیزې خبرې ترسره کړې.
دا خبرې د سویس په بورګنسټاک کې روانې دي.
د سویس په کوربتوب د دې خبرو هدف د هوکړې داسې یوه چوکاټ ته رسېدل دي چې د ایران او امریکا ترمنځ شخړه حل کړي.
د ایران پلاوی، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف کوله، د شنبې په وروستیو کې بورګنسټاک ته رسېدلی و.
د امریکا مرستیال ولسمشر ډي ونس هم د یکشنبې په سهار هلته ورسېد.
دې خبرو ته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم ورغلی دی.



