تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت: شوال میاشت ونه لیدل شوه، اختر چارشنبه دی
تر سعودي عربستان وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت سترې محکمې هم اعلان وکړ چې کوچنی اختر چارشنبه دی.
دې محکمې یوه اعلامیه کې ویلي، چې "د میاشتې لیدو کمېټې مرکزي او ولایتي غړو د مالوماتو په اساس د هېواد په هېڅ ولایت کې د یادې کمېټې غړو د شوال المکرم یا کوچني اختر میاست نه ده لیدلې نه عامو هېوادوالو محاکمو ته د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده."
خبر پاڼه کې زیاته شوې چې د میاشتې د لیدو کمېټه پر همدې بنسټ اعلان کوي چې سبا سې شنبه د روژې ۳۰ او بل سبا چارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
تر دې مخکې سعودي عرب هم اعلان کړی چې میاشت ونه لیدل شوه او سبا (سې شنبه) اختر نه دی.
د حرمین په نامه رسمي اېکس پاڼه لیکل شوي چې "د شوال میاشت ونه لیدل شوه، نو د کوچنۍ اختر لومړۍ ورځ چارشنبه د اپرېل پر لسمه ده."
افغانستان هم د یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو په څېر معمولا له سعودي عرب سره د ماشت په لیدو روژه نیوله او اخترونه یې نمانځل، خو تېر کال د لومړي ځل لپاره د طالبانو حکومت سترې محکمې افغانستان کې د سعودي له اعلان یوه ورځ مخکې د اختر ورځ اعلان کړه.
د دې اعلان له مخې تېر کال په افغانستان کې اختر په یکشنبه او سعودي او نورو ګڼو هېوادونو کې دوشنبه د اختر لومړۍ ورځ وه.
د روژې پیل او د کوچني اختر د ورځې ټاکل تل د یو شمېر اسلامي هېوادونو تر منځ یوه ناندریزه موضوع ده او آن دیني پوهان یې هم د حل لار په موندلو کې پاتې راغلي.
د یادونې ده چې طالبانو سترې محکمې همدا راز په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اختر په پار یې له زندانونو نژدې ۳۰۰۰ بندیان چې د "عفو مستحق و" خوشې کړي دي.
خبرپاڼه کاږي: "د عالیقدر امیرالمومنین [د طالبانو مشر] د حکم او او د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات په هدایت د یوه مشخص طزر العمل پر اساس د هېواد په کچه له زندانونو ۲۸۵۵ هغه بندیان چې د عفو مستحق و خوشې شوي."
ویل کېږي په خوشې شویو کسانو کې سلګونه ښځې هم شاملې دي.
په دغه خوشې شویو زندانیانو کې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي هم ده، چې د شاوخوا شپږ میاشتو بند تېرولو وروسته تېره شنبه د اپرېل پر ۶مه د څرخي پله له زندانه خوشې شوه.
آغلې صدیقې تېر ۲۰۲۳ کال اکټوبر په میاشت د طالبانو د استخبارتو له خوا نیول شوې وه.
نوموړې ځکه په یو نیم کال بند محکومه شوې وه، چې ویل کېږي د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوند زاده عکس ته یې اور ورته کړی و.
د طالبانو ستره محکمه زیاتوي، د اختر په مناسبت د۱۴۲۰ نورو بندیانو د بند موده راکمه شوې ده.