تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نارینه وو کرېکټ نړیوال جام په افغانستان کې
د خپرېدو وخت
د ۲۰۲۳ کال د نارینه وو کرېکټ نړیوال جام افغان پلازمېنې کابل ته وړل شوی دی. د افغانستان کرېکټ بورډ په کابل هوايي ډګر کې د هرکلي مراسم ورته جوړ کړي وو.
په عکسونو کې ښکاري چې د دې ادارې اجراييوي مشر نصیب خان له څو نورو همکارانو سره جام په لاس له الوتکې راکوزېږي. ګڼ ماشومان او زلموټي ګلګېډۍ په لاس د دغه کپ یا ټرافۍ تر څنګ ولاړ دي.
دا دود دی چې د یو ورځنیو کرېکټ لوبو نړیوال جام د ځینو نورو هېوادونو په شمول د هرې ګډونوالې لوبډلې هېواد ته وړل کېږي.