تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: اصف زرداري مې د وژلو پلان جوړ کړی؛ پیپلز ګوند وايي دی پخپله د ترهګرو ملاتړی دی
د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان تور پورې کړی چې پخواني ولسمشر اصف علي زرداري یې وژلو لپاره پر یوه ترهګریز سازمان پانګونه کړې.
هغه دا ادعا هم کړې چې ګواکې د استخبارتو کسان په دې دسیسه کې همکار دي.
خو د پاکستان پیپلز ګوند دا تور رد کړی دی.
عمران خان د جمعې پر ورځ لاهور کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د ویډیو لېنک له لارې خبرو کې وویل "لومړی چې یې زموږ حکومت ګوښه کړ نو رامالومه شوه چې زما د وژلو پلان جوړ شوی. ما د څلورو کسانو نوم یوه ویډیو کې واخیست او ومې ویل که ووژل شوم، نو دغه څلور کسان به ښکېل وي. خو هغوی له خپل پلان شاته شول."
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر وايي "دغو کسانو وروسته 'بي' پلان جوړ او د یوه دیني توندلاري په وسیله یې زما د وژلو هڅه وکړه. چې خبر شوم نو خپلو جلسو کې مې د دې یادونه هم وکړه."
عمران خان وویل "اوس 'سي' پلان جوړ شوی او اصف زرداري یې تر شا دی. هغه د مالي فساد پیسې پر یوه ترهګر سازمان لګولي چې د ایجنسۍ کسان پکې اسانچاري دي. دا پرېکړه له دریو خواو شوې."
د یادونې ته چې عمران خان تېر کال نومبر کې د پنجاب ایالت وزیر اباد ښار کې له یوه وسله وال بریده روغ ووت.
دغه برید کې هغه پر پښه ټپي شو.
نوموړي اوس ویلي چې له رغېدو سملاسي وروسته به بیا د سراسري ټاکنو غوښتنې لپاره احتجاجونه راوباسي.
هغه وویل "خو که څه راباندې وشول، نو ولس باید پوه وي چې څوک پکې ښکېل دي."
د پاکستان مخکېني لومړي وزیر زیاته کړې "که چا ووژلم، نو دوی به وايي چې دا کار کوم مذهبي جنوني کړی ځکه ما دین ته سپکاوی کړی دی. خو ما یوه ویډیو ثبت او ساتلې ده – چې کله راباندې څه وشي، دا ویډیو به راووځي، او د هغو څلورو کسانو نومونه به د ولس مخ ته راشي، چې د بندو دروازو تر شا یې دا پرېکړه کړې."
"عمران خان پخپله د ترهګرو ملاتړی او پلوی دی"
د خو پیپلز ګوند یوه مشر، سناتور 'سلیم مانډوي ولا' د عمران خان دا څرګندونې او تورونه رد کړي.
هغه ویلي چې "عمران خان د اصف علي زرداري په تورنولو سره د ولس د خطا ایستلو هڅه کوي."
د هغه په وینا عمران خان پخپله د ترهګرو ملاتړ او پلوی پاتې شوی.
سناتور سلیم مانډوي والا وايي 'هغه پر اصف علي زرداري د دروغو تورونو په پورې کولو سره هڅه کوي چې حکومت بلک مېل کړي.'
د هغه په وینا عمران خان په خپلو دغو درواغجنو او خطا ایستونکو څرګندونو سره غواړي خپل مړ سیاست وژغوري.