تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې الشفا روغتون مشر: په روغتون کې اوبه او اکسیجن ختم شوي دي
د غزې مرکزي روغتون چې اسرائیلي ځواکونو پرې چاپه وهلې مشر وايي، دوی اوس نه اوبه لري، نه هم اکسیجن شته او ناروغان له ''تندې چیغې وهي.''
د الشفا روغتون مشر محمد ابو سلمیه وايي، په دې روغتون کې وضعیت د ''تراژیدۍ'' کچې ته رسېدلی، چې اوسمهال پکې د ۵۰۰ روغتیا پالانو او ۶۵۰ ناروغانو تر څنګ نژدې ۵۰۰۰ بې ځایه شوي کسان هم مېشت دي.
دی وايي، د روغتون په شاوخوا کې د اسرائیلي ځواکونو ټانکونه ولاړ دي، پر سر یې ډرون الوځي او پوځيان دویمه پرلپسې ورځ هم د روغتون په ودانیو کې ګرځي.
اسرائیلي پوځیان وايي، د حماس پر ضد یې عملیات ''په احتیاط، کره او مستقیم ډول'' روان دي، خو په روغتون کې یوه ایسار خبریال خادیر د بي بي سي خبریال رشدي ابو العوف ته ویلي ''اسرائیلي پوځیان په هر ځای کې دي او پر هر لوري ډزې کوي.''
بي بي سي نه ده توانېدلې د هېڅ یوه لوري رپوټ له خپلواکو سرچینو تائید کړي.
له هغه وروسته چې اسرائیلي ځواکونو د چهارشنبې پر ورځ پر الشفا روغتون چاپه ووهله، یو شمېر تصویرونه او ویډیوګانې یې خپرې کړې، چې په وینا یې د حماس وسلو او مهماتو دي. د پنجشنې پر ورځ دوی وویل، ''عملیاتي تونل او یو داسې موټر چې ډېره وسله پکې بار وه'' موندلي دي.
بل لور ښاغلی ابو سلمیه وايي، اسرائیلي ځواکونو هغه پائپ لاین الوځولی چې الشفا روغتون ته یې اوبه لېږدولې. د پنجشنبې پر ورځ وختي ښاغلي خادیر بي بي سي ته وویل چې اسرائیلي ځواکونو ''له هر لوري پر روغتون یرغل کړی، د ودانۍ سویلي دېوال او ګڼ شمېر ګاډي یې ویجاړ کړي دي.''
نوموړي د ټیلیفوني اړیکې له پرې کېدو مخکې وویل، چې زغروال بلډوزران ودانۍ ته دننه لېږدول شوي دي.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت ویلي، اسرائیلي بلډوزرونو د طبي کمپلکس ''سویلي دروازې ځینې برخې نړولې دي.''
د اکتوبر پر اوومه سلګونو وسله والو پر اسرائیل برید وکړ او له هغه وروسته اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د حماس له منځه وړلو کمپاین پیل کړ، چې دوی یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
پر اسرائیل د حماس برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او تر ۲۴۰ پورې کسان حماس وسله والو له ځان سره د یرغمل په توګه وړي دي.
اسرائیلي ځواکونو د پنجشنبې پر ورځ وویل، الشفا روغتون ته نژدې یې د یوې یرغمل شوې اسرائیلۍ مړی موندلی دی. دغه ځواکونه وايي، وژل شوې ښځه یهودیت ویس نومېږي چې د اسرائیل په سویل کې له بیري ا-کیبوتز سیمې تښتول شوې وه.