د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې جګړه کې د ''انسان دوستانه وقفې'' پرېکړه لیک تصویب کړ

د خپرېدو وخت

په غزه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جګړې د درېدو لپاره د یوه پرېکړه لیک د تصویبولو څلور هڅې کړې وې، خو پنځمه هڅه کې څو ساعته وړاندې دغه سازمان وتوانید چې یو پرېکړه لیک تصویب کړي.

په دې پرېکړه لیک کې د غزې په جګړه کې د بېړنيو او پراخو وقفو غوښتنه شوې.

امریکا که څه هم د دغه پرېکړه لیک لپاره د ویټو رایې کارولو څخه ډډه وکړه، خو د یاد لیک پر متن یې نیوکه وکړه چې حماس پکې نه دی غندل شوی. وړاندې امریکا هر ځل د دغه ډول پرېکړه لیک تصویب ته منفي یا ویټو رایه ورکړې وه.

پریکړه لیک همدارنګه د حماس له خوا د یرغمل شویو اسرائیلیانو د بي قیداو شرط خوشي کېدو غوښتنه هم کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې، لینډا توماس-ګرینفیلډ، وویل، تمه لري چې د دې پرېکړه لیک تصویب به ملګرو ملتونو او نورو ادارو ته ته اجازه ورکړي چې غزې ته د خپلو مرستو رسونه زیاته کړي. دې وویل:

"ډېرو نورو مرستو ته په بېړني ډول اړتیا ده. اوسنۍ کچه له بده مرغه ناکافي ده. موږ د مرستو رسولو د زیاتوالي لپاره نه ستړي کېدونکي کار ته دوام ورکوو او موږ هیله من یو چې بشري وقفې به د ملګرو ملتونو او بشردوستانه همکارانو سره مرسته وکړي چې مرستې ورسوي او د ملکي خلکو خوندي تګ راتګ ته لاره هواره کړي.))

بل لور ته رپوټونه وايي، اسرائیلي ځواکونه د غزې تر ټولو لوی روغتون الشفا ته دننه شوي وو او د یاد روغتون خونې یې یوه په بله پسې پلټلې دي. دوی ادعا کړې الشفا روغتون کې یې پوځي تجهیزات موندلي دي. خو حماس او د روغتون چارواکو د اسرائیل دغه ادعا رد کړې ده.

د یاد روغتون چارواکو ویلي، د اسرائیلي ځواکونو عملیاتو د یاد روغتون ځینو برخو ته زیان اړولی.

د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په الشفا روغتون کې د اسرائيلي پوځیانو دغه عملیاتو باندې سختې نیوکې کړي. د روغتیا نړیوال سازمان دا په بشپړه توګه د نه منلو وړ کار بللی. ټیډروس اډانوم غیبریوس ویلي، ناروغان او روغتیاي کارکوونکي باید خوندي شي ځکه چې روغتونونه د جګړې ډګرونه نه دي.