د امریکا او چین ترمنځ کړکېچ؛ جو بایډن د چین ولسمشر دیکتاتور بللی

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد کلیفورنیا ایالت کې خپل ټاکنیز کمپاین د مالي تمویل په یوه غونډه کې د چین ولسمشر شي جېنپېنګ ته د دیکتاتور خطاب کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر تر دې یوازې یوه ورځ مخکې بېجېنګ کې له ښاغلي شي سره کتلي وو.

انتوني بلېنکن د دې لپاره چین ته تللی و چې دغه هېواد سره ترینګلي اړیکي ورغوي.

د چین ولسمشر تر لیدنې وروسته په دې برخه کې د یو څه پرمختګ خبر ورکړی او ښاغلي بلېنکن ویلي و چې دواړو خواو نورو خبرو ته هم لیوالتیا وښوده.‌

بېجېنګ تر اوسه د امریکا د ولسمشر دغو څرګندونو ته غبرګونه نه دی ښودلی.‌

ولسمشر بایډن د ده د ټاکنیز کمپاین د تمویل په هدف جوړه شوې غونډه کې دا هم ویلي چې ګواکې ښاغلی شي د امریکا فضا کې د چین د یوه جاسوسي بالون د راغورځول کېدو پر سر د راپورته شوي کړکېچ له کبله شرمنده دی.‌

د انتوني بلېنکن د روانې اوونۍ له سفر وړاندې تېرو نږدې پنځو کلونو کې کوم جګپوړي امریکايي دیپلومات بېجېنګ ته نه و تللی.

د هغه دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې تماسونو بیا پیلېدو ته لار پرانیسته.

هغه او د چین ولسمشر دواړو د دغه پرمختګ هرکلی کړی و.

خو ښاغلي بلېنکن واضح کړې وه چې د اختلافاتو ستر موارد لا پر ځای پاتې دي.

امریکا او چین د نړۍ لومړی او دویم ستر اقتصادي‌ هېوادونه دي.

خو د دوی ترمنځ له کلونو راهیسې د سوداګرۍ، بشري حقونو او تایوان ټاپو پر سر ناندرۍ روانې دي.

دغه ترینګلتیا په ځانګړې توګه تېر کال اوج ته ورسېده.

چین سره د اړیکو او چلن څرنګوالی د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یوه مهمه موضوع ګڼل کېږي.

د امریکا یو شمېر جمهوريپال سناتوران له دې کبله د ښاغلي بایډن پر ادارې نیوکې کوي، چې ګوندې د بېجېنګ پر وړاندې ډېر نرمښت ښيي.