په افغانستان کې د طالبانو حکومت د 'ازادو سیالیو' پر ورزش بندیز ولګاوه

د عکس سرچینه، EPA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د فري فایټ یا (ازادو سیالیو) پر ورزش بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت چارواکي وايي، دا ډول ورزش "له اسلامي قوانینو سره په ټکر کې دی."
د طالبانو حکومت د اولمپیک ادارې بيبيسي ته ویلي، فري فایټ خورا له تاوتریخوالي ډک سپورت دی، چې له کبله یې د مرګ احتمالي خطر رامنځته کېږي.
د طالبانو حکومت د ورزش او بدني روزنې ریاست په دې هکله یوه اعلامیه هم خپره کړې، چې پکې ویل شوي دي، دوی له مخکې د دې ورزش په هکله ''ملاحظات'' درلود او په هکله یې څېړنه کوله.
په اعلامیه کې زیاته شوې،'' له تحقیق وروسته معلومه شوه، چې یاد ورزش له شرعي اړخه ستونزه لري او ډېری داسې برخې لري چې د اسلام د مبارک دین له ارشاداتو سره په ټکر کې دي.''
په اعلامیه کې ویل شوي،'' له همدې امله وپتیل شوه چې د فري فایټ ورزش نور په افغانستان کې د فعالیت حق و نه لري.''
فري فایټ ورزش چې په نړیواله کچه د مسکډ مارشل ارټس یا (ایم ایم اې) په نامه هم پېژندل کېږي، په افغانستان کې هم ګڼ شمېر ځوان مینه وال لري.
په افغانستان کې د فري فایټ فدراسیون په ۲۰۰۸ کال کې تاسیس شو او د (اې ایف سي) او (ټي جي ایف سي) تر نامه لاندې یې لسګونه سیالۍ کړې دي.

د عکس سرچینه، gdpes
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته که څه هم په رسمي امرونو کې د دې ورزش نوم نه و اخیستل شوی، خو تر سخت فشار لاندې وه.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د قانون له مخې "پر مخ ګوزار" ممنوع اعلان کړ او له دې سره عملاً د دې ورزش سیالۍ غیرقانوني شوې.
د ایم ایم اې په خپرونو کې یو شمېر ورزشکارانو د طالبانو حکومت د چارواکو له لوري د ګواښونو یادونه هم کړې، خو په ځینو مواردو کې په دې هکله د طالبانو په دریځ کې نرمښت هم ولیدل شو.
په ۲۰۲۲ کال کې مشهور فایټر احمد ولي هوتک وتوانېد پلازمېنه کابل کې خبري غونډه وکړي، د یوې راتلونکې سیالۍ معلومات وړاندې کړي، چې بیا یې په روسیه کې وګټله.
افغانستان ته د ښاغلي هوتک له راستنېدو سره د طالبانو حکومت ځینې چارواکي په داسې حال کې هم ولیدل شول، چې له هغه سره یې تصویرونه اخیستل.
د یادونې ده، چې د خوندیتوب ملاحظاتو له کبله د المپیک نړیوالې کمېټې فري فایټ ورزش رسماً نه دی منلی. د پاریس په المپیک سیالیو کې له ۱۱ افغان ګډون کوونکو ورزشکارو چې د افغانستان په نامه یا هم د کډوالو ټیمونو غړي وو، څلور یې اصلا د مارشل ارټس یا رزمي لوبو ورزشکاران دي.





















