احمد ولي هوتک کابل کې په چړو وهل شوی

ر

د عکس سرچینه، AFG SPORT FEDERATION

د عکس تشریح، احمد ولي هوتک ۲۰۱۶ کال کې اوکرایني سیال ایوان کازاچینکو ته ماتې ورکړه
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د ازادو سیالیو یا فري فایټ افغان اتل احمد ولي هوتک سخت ټپي شوی دی.

پر احمد ولي هوتک د شپې وسله والو هغه مهال برید کړی چې کور ته سنېده.

د هوتک ترورزوي فهیم له بي بي سي سره په خبرو کې وویل اوس په ایمرجنسي روغتون کې د احمد ولي هوتک درملنه کېږي او ډاکترانو ورته ویلي چې روغتیايي حالت یې ښه ده.

د فهیم په وینا احمد ولي نن روسیې ته د سیالۍ لپاره روان وو او تېره شپه بګرامیو سیمې ته له خپل روزونکي سره د خدای پامانۍ لپاره تللی و:

"د بېرته ستنېدو په لار کې یې بریدګرو موټر درولی، ډزې یې پرې کړي، په چړو او سوکانو یې هم وهلی دی".

لا معلومه نه ده چې احمد ولي هوتک په ګولیو هم لګېدلی که نه.

فهیم دغه راز بي بي سي ته وویل چې ډېر ټپونه یې پر خیټه، سر او سترګو دي.

خواله رسنیو کې هم د نوموړي داسې انځور خپور شوی چې مخ یې په وینو سور دی.

کورنیو چارو وزارت څه وايي؟

هوتک

د عکس سرچینه، AHMAD WALI HOTAK FB

د عکس تشریح، پر هوتک د کابل په دولسمه حوزه کې برید شوی

د خواله رسنیو افغان کارونو له نوموړي سره خواخوږي ښودلې ده.

تراوسه د ښاغلي هوتک د ټپي کولو پړه چا نه ده منلې او دا هم معلومه نه ده چې برید چا کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې پر اتل هوتک پنځه کسانو برید کړی و.

د هغه په خبره، د کورنیو چارو وزیر امنیتي ځواکونو ته دنده سپارلې چې د پېښې پلټنه وکړي او عاملان یې ومومي.

هوتک څو ورځې مخکې خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې پنځه میاشتې په امریکا کې تمرینونه وکړل چې له خپل روسي سیال مکسیم شیکین سره سیالۍ ته تیار شي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د ښاغلي هوتک په وینو لړلي عکسونه خپاره شوي دي.

احمد ولي هوتک

ر

د عکس سرچینه، AFG Sport Federation

د عکس تشریح، احمد ولي هوتک تراوسه له شلو ډېرو سیالیو کې ګډون کړی، خو یوازې یو ځل یې ماتې خوړلې ده.

احمد ولي هوتک ۳۲ کلن دی او لومړی مډال یې په ۲۲ کلنۍ کې په همدغو ازادو سیالیو کې ګټلی دی.

هغه تر ډېره تکواندو کې فعال و، خو وروسته یې بوکس ته مخه کړ.

نوموړي په دواړو څانګو کې په کورنیو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې لري.

د فري فایټ یا اېة اېة اې فدراسیون تر جوړېدلو وروسته هوتک د دې فدراسیون غړی شو.

نوموړي دې څانګه کې اول ځال افغانستان ته د سرو مډال وګاټه.

احمد ولي هوټک پر ۲۰۰۸ کال خپلې سیالۍ پیل کړې.

هغه پر دغه کال د نړۍ اتلولیو کې د ګډون لپاره ایران ته لاړ، چې ۴۸ هېوادونو پکې ګډون کړی و.

هغه په دې سیالیو کې د سرو لومړنی مډال وګاټه.

احمد ولي هوتک تر دې دمه په شلو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او یوازې یو ځل مات شوی دی.