تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تر خپلواکۍ وروسته د 'هند لومړنی رایه اچوونکی 'شیام ساران نګي په ۱۰۵ کلنۍ کې ومړ
په هند کې د شیام ساران نګي په نامه یو سړی چې د (هند لومړنی رایه اچوونکی) ګڼل شوی، د ۱۰۵ کلونو په عمر مړ شوی.
شیام ساران نګي هغه لومړنی سړی و چې له بریتانیا د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته یې ټولټاکنو کې د لومړني رایه اچوونکي په توګه رایه ورکړه.
ښاغلی نګي له هغه وخت راهیسې په ټولو ټاکنو کې ګډون کړی دی.
دې سل کلن بوډا تر مړینې درې ورځې مخکې هم د هند هیماچال ایالت شورا ټاکنو کې رایه ورکړه.
دی یو متقاعد ښوونکی و چې په خپلواک هند کې یې لومړنۍ رایه وکاروله، هغه ایالت چې ده لومړنۍ رایه پکې اچولې وه، د ۱۹۵۲ له ټول ټاکنو پیلېدو پنځه میاشتې مخکې په ۱۹۵۱ کال رایو اچولو ته د رای اچولو مرکز پرانیستی و.
دا کار ځکه شوی و چې پنځه میاشتې وروسته د رایو اچولو پرمهال ژمی پرې را روان وو او واورو کې د رایو اچولو لپاره انتظار ګران و.
په ۲۰۱۴ کال، ښاغلی نګي د خلکو د هڅولو په موخه د ټاکنو کمېسیون د سفیر په توګه غوره شو او په یوه وېډیو کې خلک د هاغه کال عمومي ټاکنو کې د رایې اچولو ته هڅوي.
د هند (ټریبیوټ) ورځپانې په یوه رپوټ کې د ښاغلي نګي له خولې لیکلي وو، چې ځوانان یې رایو ته هڅول.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د شنبې په ورځ په یوه ټاکنیزه غونډه کې ښاغلي نګي ته خپل درناوی وکړ.
دولت ویلي چې د نګي مړی به د دولت په پوره ویاړ د هغه پخپل کلي کلپا کې د هندوانو له دود سره سم وسوځول شي.
د ۱۹۵۲ کال ټاکنو پایله کې د هند د کانګرس ملي ګوند په غوڅ اکثریت رایې وګټلې او جواهر لال نهرو د بریتانیا له کابو ۱۰۰ کلنې واکمنۍ (له ۱۸۴۸ تر ۱۹۴۷) وروسته د هند د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
په وروستیو ټاکنو کې، د ټاکنیز کمېسیون چارواکو ښاغلي نګي ته د خپلې پوستي رایې اچولو لپاره د نومبر پر ۱۲مه ټاکنو کې سره غالۍ غوړولې وه.
د هندي رسنیو په وینا، دا لومړی ځل و چې ښاغلی نګي ته د خپلې پوستي رایې اچولو حاضرېدو ته د ناروغۍ له کبله رانغی همدا وو چې رایه یې د پوست له لارې واستوله.