روسیه د جګړې لومړیو کرښو ته د مورال لوړولو لپاره موسیقي غږوونکي استوي

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیه وايي، د اوکرایین د جګړې لومړیو کرښو ته موسیقي غږوونکي استوي چې د خپلو جنګیالیو سرتېرو "معنویات او مورال پرې لوړ کړي".
د روسیې دفاع وزارت په روانه اونۍ کې (په لومړیو کرښو کې د خلاقې لوا) په نامه یوه ډله اعلان کړې ده چې په وینا یې موسیقي غږوونکي او ډول وهونکي به پکې وي.
مسکو دا ګام داسې مهال اخیستی چې روسي پوځ ویلي دفاع وزیر سیرګي شویګو په اوکرایین کې د جګړې د لومړۍ کرښې جنګیالي له نژدې کتلي دي.
دفاع وزرات په یوه خبرپاڼه کې چې پر ټیلیګرام خپره شوې، ویلي چې شویګو "د ځانګړو پوځي عملیاتو په سیمو کې د خپره شویو روسي ځواکونو جاج اخیستی دی".
سرچینه زیاتوي نوموړي د قوماندې مرکز کې هم غږېدلی خو د دې کتنې نېټه یې نه ده اعلان کړې، مګر وايي چې دا کار د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او په اوکرایین کې د پوځي عملیاتو د مشرانو ترمنځ – چې ښاغلی شویګو هم پکې و - تر ناستې دوه ورځې وروسته شوې ده.
دغه روسي پوځي چارواکي داسې مهال اوکرایین ته سفر کړی چې بریتانیايي چارواکو انګېرلې لاهم د "روسي ځواکونو په لیکو کې ټیټ مورال ددغو ځواکونو د کمزورۍ یوه لویه نقطه ګڼل کېږي".
روسۍ خبري وېبپاڼې (ار بي سي) ویلي، په دې لوا کې هنرمن پوځيان هم شته چې ولسمشر پوتین یې پوځ کې د شاملولو امر کړی و او ځینې رضاکاران هنرمندان هم ورسره یوځای شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغې سرچینې د روسیې د دفاع وزارت له قوله ویلي، دا نوی تشکیل به د ځانګړو پوځي عملیاتو پرمهال د پوځیانو منځ کې اخلاقي، سیاسي او رواني حالت لوړ وساتلی شي.
بله خوا، د روسیې دفاع وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د جګړې پرمهال نژدې ۱۷۵ اوکراییني سرتېري وژلي او په دونیڅک کې یې د یکوفلیفکا په نامه سیمه نیولې ده.
اوکرایین ویلي چې د شنبې په ورځ د دونباس په بخموت سیمه کې هم سخته جګړه شوې ده.
دا سیمه له څو میاشتې راهیسې د روسي او اوکراییني ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو شاهده ده.
وړاندې لوېدیځو څارګرو چارواکو ادعا کړې وه چې ګنې پر دغې سیمې روسي بریدونه د فاګنر خصوصي امنیتي شرکت د قرادادیانو په مشرۍ مخته بېول شوي.
مسکو هیله لري چې دا ښار پر کراماتورسک او سلووینانسک ښارونو- چې دا مهال د اوکرایین په لاس کې دي، د عملیاتو د قوماندې د مرکز په توګه وکارلوي.
د یاد ښار یوه چارواکي کلیچکو ویلي، د تېرې جمعې په ورځ د زېربناوو، برېښنا او اوبو د لویو پروژو له ویشتلو وروسته په کېیف کې وضعیت یوڅه ارام شوی دی.
د جمعې په ورځ روسیې د اوکرایین په بېلابېلو سیمو کې د سونتوکو پر نهو زېربناوو ۷۶ توغندي ویشتلي چې د هېواد ډېره برخه کې یې تورتم جوړ کړی دی، اوکرایین وايي























