تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خيبر پښتونخوا کې د امنیت خرابېدو ته د اسلام اباد اندېښنې
د پاکستان د مرکزي حکومت د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په خيبر پښتونخوا کې "په دوامداره توګه د امن او نظم خرابېدونکي حالت" په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د پېښور په سر بند کې یې د پولیسو پر مرکز ترهګریز برید غندلی دی.
رانا ثناالله ویلي، مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي حالت د خرابېدو په اړه اندېښمن دی.
دی وايي په خیبر پښتونخوا کې ترهګر د پولیسو پر مرکزونو بریدونه کوي، پولیس او افسران په نښه کېږي.
وسله والو د تېرې جمعې په شپه د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د سر بند د پوليسو پر تاڼې بريد کړی و.
چارواکو ویلي امنیتي ځواکونو له دغه برید وروسته بریدګر تعقیب کړي او نښته کې ورسره یو افسر او دوه پولیس ووژل شول.
د امنیتي سرچینو په وینا دغه برید کې لاسي بمونه، سنایپر یا نښه ویشتونکي ټوپکونه او اتوماتې وسلې کارول شوې.
رانا ثنا الله وايي "له تازه پېښو داسې ښکاري چې ترهګرو د خیبر پښتونخوا د بنو پر یوه مرکز له بریده سبق نه دی اخیستی."
هغه زیاته کړې "د خيبرپښتونخوا د اعلی وزیر ټول توان د ایالتي اسمبلۍ په ماتولو ورټول دى. د خلکو د ژوند او مال خوندیتوب او په دغې صوبه کې امنیت د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر لومړیتوب نه دی."
د کورنیو چارو وزیر ویلي "دا چې د خیبرپښتونخوا پولیس د ترهګرو له بریدونو خوندي نه دي، نو د خلکو د ساتنې حالت به څنګه وي؟"
بلخوا د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر محمود خان هم دا پېښه غندلې او ويلي يې دي، "زمونږ پوليسو په زړورتيا سره د ترهګرو مقابله وکړه او بريد يې په شا وتمباوه."
دی وايي ټول ملت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې کې د پوليسو ترڅنګ ولاړ دی.
د چارواکو په وینا وسله والو له څو خواوو د سربند پولیسو پر مرکز برید کړی و، چې پر شا تمبول شوي دي.