بنو کې د ترهګرۍ مخنیوي مرکز ولې خپله د برید ښکار شو؟

    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د سې شنبې پر شپه د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ای اېس پي ار مشر تورن جنرال احمد شریف چودري وویل، د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د ترهګرۍ ضد دفتر برید کې ۳۵ وسله والو برخه درلوده.

ښاغلی چودري وايي، ۲۵ بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي، ۷ تسلیم شوي او درې په داسې حال کې نیول شوي چې د تښتېدو هڅه یې کوله. د بنو دې ترهګرۍ ضد مرکز کې دوې خونې د نیول شویو کسانو توقیف لپاره کارول کېږي.

د یکشنبې پر ورځ په دې توقیف خونه کې یوه نیول شوي کس له امنیتي ځواکونو په زور وسله اخیستې او ټول مسوول کسان یې یرغمل کړي وو. ویل کېږي، په دې دفتر کې پر یکشنبه اووه یا اته مسوول کسان وو چې ځینې یې له نیول شویو کسانو د پوښتنو ګروېږنو لپاره هلته ورغلي وو.

په بنو کې د ترهګرۍ ضد مرکز په یوه کرايه شوې ودانۍ کې دی چې د پوځي چاوڼۍ په سیمه کې موقعیت لري. ویل کېږي چې د دې ادارې خپلې ودانۍ ترمیم چارې روانې دي. په مرکز کې شپږ خونې دي چې د نوکرانو لپاره چمتو شوې دوې خونې د توقیف مرکز او نورې خونې د اداري چارو لپاره کارول کېږي.

یو ځايي پولیس افسر د نوم نه یادولو په شرط وايي، معمولاً مشکوک کسان د بنو منډان سیمه کې د یادې ادارې تاڼه کې ساتل کېږي، خو د پوښتنو، ګروېږنو لپاره هغه مرکز ته راوستل کېږي چې برید پرې شوی.

په دې مرکز کې ساتل شوي ډېری نیول شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان غړي بلل شوي چې یو ځايي قومندان ضرار هم پکې شامل و. نوموړی په یوه ویډیويي کلیپ کې هم لیدل شوی چې بریدګرو خپره کړې وه.

د وسائلو لږوالی

د پاکستان ملي امنیت کمېټې ته د یوه وړاندې شوي رپوټ کې ویل شوي چې په یوه کال کې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د سخت دریځۍ نژدې ۷۰۰ پېښې شوې چې نژدې ۳۰۰ کسان پکې وژل شوي، خو د سخت دریځۍ مخنیوي ادارو وسائل په نشت حساب دي.

په رپوټ کې ویل شوي، د دې ایالتي ادارې بودیجه د پاکستان یوه بل ایالت پنجاب د همدې ادارې د بودیجې له نیمايي هم کمه ده چې ۹۶ سلنه برخه یې معاشونه او ایله څلور سلنه یې د عملیاتي فعالیتونو لګښت په توګه لګول کېږي. رپوټ زیاتوي چې د دې ادارې مامورینو لپاره د روزنې هیڅ پروګرام هم نه شته.

پنجاب ایالت کې تېر یوه کال د ترهګرۍ پنځه پېښې شوې، چې درې کسان پکې وژل شوي او ۳۰ نور پکې ټپیان شوي دي. بل لور په خیبر پښتونخوا کې په همدې موده کې د تاوتریخوالي ۷۰۴ پېښې شوې چې ۳۰۵ کسان یې پایله کې وژل شوي او ۶۸۹ کسان پکې ټپیان شوي دي.

دغه راز په صوبه کې تېر یوه کال کې ۹۳ وسله وال وژل شوي چې ډېری یې د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د پاکستان ملي امنیت کمېټې ته وړاندي شوي رپوټ کې ویل شوي چې له خیبر پښتونخوا ایالت سره د یوځای شویو قبایلي سیمو لپاره هم د دې ادارې کارکوونکو شمېر خورا لږ دی او هغه چې په دندو ګومارل شوي د ملېشه ځواکونو مخکیني کسان دي چې په دې هکله هېڅ روزنه نه ده ورکړل شوې.