د اسراییل یو رسمي پلاوی سعودي ته تللی

د خپرېدو وخت

د اسراییل یو رسمي پلاوی په داسې حال کې سعودي عربستان ته تللی چې دغه هېوادونه تر اوسه په خپلو کې دېپلوماتیک اړیکي‌ نه لري.‌

په دغه پلاوي کې د اسراییل د فرهنګي میراثونو مدیر شامل دی.

هغه د یونسکو لخوا ریاض کې د نړۍ د فرهنګي میراثونو په اړه جوړ شوي کنفرانس ته ورغلی.

دغه کنفرانس تېره اوونۍ پیل شو او دوه نورې ورځې دوام کوي.

سعودي ته د دغه کنفرانس د کوربتوب امتیاز په دې شرط ورکړ شوی و چې د اسراییل استازو ته به پکې د ګډون اجازه ورکوي.‌

تېره اوونۍ د فلسطین جګپوړی استازی او د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکي هم ریاض ته تللي وو.

دوی د سعودي او اسراییل ترمنځ د اړیکو پر عادي کېدو خبرې کولې.

په امریکايي پلاوي کې د منځني ختیځ په چارو کې د دغه هېواد د ولسمشر 'جو بایډن' ستر سلاکار 'مک‌ګورک' او نږدې ختیځ لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله 'باربارا لیف' شامل وو.‌

پر هماغه ورځ اسراییل په بحرین کې خپل سفارت رسمآ پرانیست او ایران بیا له سعودي سره د اړیکو له څه باندې اووه کلن پرېکون وروسته ریاض ته خپل نوی سفیر واستاوه.

یو شمېر مسلمانو عرب او افریقايي هېوادونو د امریکا په منځګړیتوب د 'ابراهیم تړون' په نامه پیل شوي نوښت کې له اسراییلو سره اړیکې عادي کړې دي.

په دغو هېوادونو کې متحد عربي امارات، بحرین، مراکش او سودان شامل دي.

امریکا او اسراییل اوس هڅه کوي‌ چې سعودي عرب هم له تل ابیب سره د اړیکو رغېدو ته غاړه کېږي.‌

خو ریاض په ظاهره له اسراییلو سره اړیکو رسمیت لپاره د فلسطین کشالې د حل شرط ایښی دی.

د یادونې ده چې ایران او فلسطینیانو بیا د ابراهیم تړون غندلی دی.