حماس څو میاشتې وروسته په غزه کې د محمد سنوار وژل کېدل تائید کړل

محمد سنوار

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

حماس په غزه کې د خپل پوځي مشر محمد سنوار وژل کېدل تائید کړي دي. د یادونې ده، چې اسرائیل له دې مخکې ویلي، چې محمد سنوار په مې میاشت کې وژل شوی.

حماس تېره ورځ دا تائید کړه، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

په یوه تصویر کې چې حماس خپور کړی، نوموړی د حماس له نورو مشرانو سره یو ځای لیدل کېږي او ''شهید'' ورسره لیکل شوي دي.

محمد سنوار د خپل ورور یحیی سنوار له وژل کېدو وروسته په غزه کې له مهمو پرېکړه کوونکو کسانو یو بلل کېده.

د حماس مخکینی مشر یحیی سنوار، چې پر اسرائیل د ۲۰۲۳ کال اکتوبر ۷مې اصلي طراح بلل کېږي، تېر کال د اسرائیلي ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو.

محمد سنوار د عزالدین په نامه کنډکونو له مهمو مشرانو یو بلل کېده او په غزه کې د پراخ نفوذ څښتن و.

محمد سنوار مخکې په نظامي مشرتابه کې شامل و او له خپل ورور یحیی سره یې نږدې اړیکې درلودې، چې له امله یې د حماس مشر د ځای ناستي په توګه د نومولو احتمال ډېر شوی و.

اسرائیلي چارواکي وايي، محمد سنوار د هغو کسانو په ډله کې و چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د اسرائیلي سرتېري ګیلعاد شلیط په یرغمل نیولو کې لاس درلود، چې بالاخره د هغه د ورور یحیی د خوشي کېدو لامل شو. په هغه تبادله کې، د ګیلعاد شلیط د ۱۰۲۷ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشی شو.

محمد سنوار د اسرائیلي ځواکونو لخوا د نیول کېدو یا وژل کېدو د ځان ژغورنې لپاره تر لسیزو پورې پټ ژوند کاوه.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د هغه د مړینې تائید په دې معنی دی چې عزالدین حداد، چې اوس مهال په شمالي غزه کې د عملیاتو مسوول دی، په ټوله غزه کې د حماس د پوځي څانګې قومانده په غاړه اخلي.

محمد السنوار څوک دی؟

محمد السنوار په ۱۹۷۵ کال کې په خان یونس کې وزېږېد، هغه مهال یې مشر ورور یحیی ۱۳ کلن و. د دوی کورنۍ په ۱۹۴۸ کال کې عسقلان ته نژدې له یوه کلي وشړل شوه او وروسته په جنوبي غزه کې مېشت شول.

په ۱۹۹۱ کال کې، محمد السنوار د اسرائیل له‌خوا نهه میاشتې د "ترهګر فعالیتونو په شک" په کتسیعوت زندان کې بندي شو.

د "جیروزالیم پوسټ" ورځپاڼې له مخې، له ۲۰۰۰ کال راهیسې چې د حماس بریدونه پر اسرائیل زیات شول، د محمد باور او حیثیت هم زیات شو، دا د هغه شهرت له امله هم و چې د "یحیی ورور" و، شهرت چې د یحیی د اسرائیلي زندانونو پر مهال نور هم پیاوړی شو.

ورځپاڼه زیاتوي چې د هغه اړیکې له هغو میداني قوماندانانو سره ژورې شوې چې وروسته د حماس کلیدي څېرې شوې، لکه محمد ضیف، سعد العرابید او نور، چې د حماس پوځي وړتیاوو په پراختیا کې یې برخه لرله او محمد له دوی سره اوږه په اوږه کار کاوه.

د اسرائیلي چارواکو په وینا، محمد السنوار د ۲۰۰۶ کال د اسرائیلي سرتېري جلعاد شالیت د تښتونې له مسؤلو کسانو و، پېښه چې بالاخره د شالیت د تبادلې لامل شوه او د هغه ورور یحیی د ۱۰۲۷ فلسطیني بندیانو په بدل کې ازاد شو.

محمد السنوار له څو لسیزو راهیسې له خلکو پټ ژوند کاوه، چې د اسرائیلي استخباراتو له لوري له نیولو یا وژلو ځان وژغوري.

هغه ډېر وخت پټ فعالیت کاوه، نو ځکه ورته د "سیوري سړی" لقب ورکړل شوی او له همدې لارې یې عملیاتې تجربه ترلاسه کړه او د حماس د پوځي ستراتېژۍ یو مهم غړی شو.

ډېرو خلکو به محمد السنوار نه پېژانده، تر هغه چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې د اسرائیلي پوځ له‌خوا یوه ویډیو خپره شوه چې ښيي هغه په یوه لوی تونل کې د بیت حانون/ایریز له پوله سره نژدې په یوه موټر کې ناست دی.