کرېکټ: د اتصالات لېست اې سیالۍ په کندوز کې پیل شوې

د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ بورډ په لومړي ځل خپلې لېست اې سیالۍ په کندوز ولایت کې پیل کړې دي.

د اتصالات لېست اې-يو ورځنیو سیالیو اووم پړاو کې څلور لوبډلې (میوند، پامیر، ماهیپر او هندوکش) له یو بل سره سیالي کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف بي بي سي پښتو ته وویل، دوی په کندوز کې د لوبو له لارې غواړي، کرېکټ لوبه د افغانستان ټولو سیمو ته پراخه کړي. نوموړی زیاتوي، "په کندوز ولایت کې د دغو سیالیو ترسره کولو یوه موخه دا وه چې موږ د کرېکټ ستر ټورنمنټونه د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته هم ورسوو، چې ځايي خلک هم له کرېکټ سره لا زیاته مینه او شوق پیدا کړي. په ځانګړې توګه زموږ ازبک، تاجک او ترکمن وروڼه. موږ په دې هیله یو چې یوه ورځ دوی هم په ملي لوبډله کې ولوبېږي."

ښاغلی اشرف وايي، لېست اې سیالی د افغانستان د کورني کرېکټ مهمه برخه ده، چې د ملي لوبډلې لوبغاړي هم په کې لوبېږي او د لوبو تر څنګ به مینه وال هم خپل د ملي لوبډلې لوبغاړي له نژدې وګوري.

د افغان کرېکټ بورډ مشر زیاتوي، د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې یې د کرېکټ د پراختیا لپاره کارونه پیل کړي دي، "موږ په تخار او بدخشان کې اکاډمۍ جوړوو. د مزار شریف د اکاډمۍ کار هم چې ۴۰ سلنه پاتې دی، بشپړوو. دغه راز په بامیان او پروان کې هم غواړو چې دا چارې چټکې کړو."

د اتصالات لېست اې سیالیو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ ۱۳ لوبې ترسره کېږي، چې پیل یې د جولای پر لسمه وشو او د همدې میاشتې تر ۲۵ نېټې به دوام وکړي.

په تېرو پړاونو کې لېست اې سیالۍ په کابل او ننګرهار کې د غازي امان الله خان په لوبغالو کې ترسره شوې وې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د میوند او پامیر لوبډلو ترمنځ ده.