تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالب پلاوی دوحې ته رسېدلی؛ ملګري ملتونه وايي 'افغان ښځې باید غونډو کې برخه ولري'
په دوحه کې د افغانستان په اړه درېیمه غونډه نن یکشنبه پیلېږي چې وار له مخه د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو شپږ کسیز پلاوی دوحې ته رسېدلی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي چارو او سولې برخه کې مرستیالې روزمري دیکارلو چې د دې غونډې مشري کوي ویلي، د دوحې د خبرو د بهیر وروستی هدف دا دی چې افغانستان له خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، په نړیواله ټولنه کې بشپړ ور ګډ او خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.
هغې زیاته کړه، په دې غونډه کې به د افغانستان خلک، د افغانستان ګاونډیان، سیمه او نړیواله ټولنه پر ګڼو ننګونو خبرې وکړي او همدا راز به د دې فرصت برابر شي چې د افغانستان د ښېرازۍ لپاره له اصلي چارواکو سره د لا زیاتو اصولي اړیکو د ترلاسه کولو لارې چارې ولټول شي.
د رپوټونو له مخې، د ځانګړو استازو او طالبانو اصلي غونډه به نن ماښام (شاید د دوحې په وخت شاوخوا ۶:۳۰ بجې) وشي. د ورځې په اوږدو کې به د دواړو خواوو ترمنځ دوه اړخیزې ناستې هم وشي.
د مدني ټولنو، بشري بنسټونو او افغان ښځو له پراخو نیوکو وروسته ملګرو ملتونو اعلان کړی، دوحې ته تللی پلاوی به یې د غونډې پر درېیمه ورځ (سې شنبې) له ځينو غیر طالب استازو سره وګوري.
له دې مخکې د طالبانو حکومت له ډېر ټينګار وروسته افغان ښځې او مدني ټولنې د دوحې ناستې له اصلي غونډې ایستل شوي وو.
د ملګرو ملتونو ویاند له غونډې یوه ورځ مخکې نن په دې اړه وروستي معلومات خپاره کړل او ښکاري چې غونډه له دوه ورځو درېیو هغو ته غځېدلې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټيفین دوجاریک په همدې اړه خبریالانو ته ویلي، رسمي ناسته به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو وي.
هغه زیاته کړي، "د سه شنبې په ورځ به په دوحه کې، آغلې ډیکارلو او ځانګړي استازي د افغانستان د مدني ټولنې له استازو، د بشري حقونو او د ښځو ملاتړو بنسټونو او استازو سره وګوري."
ښاغلي سټېفین زیاته کړې، "د ملګرو ملتونو د پلاوي مشره به په دوحه کې د طالبانو حکومت له استازو سره هم جلا لیده کاته ولري او له هغوی سره به د ښځو او نجونو حقونو، په عمومي توګه په بشر حقونو او سیاسي ګډون په اړه خبرې وکړي."
طالب پلاوی له کابله دوحې ته رسېدلی
دغې غونډې ته له کابله د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ شپږ کسیز پلاوی دوحې ته رسېدلی خو دا لا نه ده معلومه چې د ښځو او مدني ټولنو په استاوزلۍ څوک دوحې ته بلل شوې؟
ملګرو ملتونو ټينګار کړی چې له دغو استازو سره دا ناستې به هم د دوحې بهیر برخه وي او له هغې جلا نه دي.
ښاغلی دوجاریک وایي، د دې بهیر اصلي موخه دا ده چې افغانستان له ځان سره او له ګاونډیانو سره په سوله کې وي، په نړیواله ټولنه کې په بشپړه توګه مدغم شي او د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون په ټولو برخو کې خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.
ملګرو ملتونو تر اوسه دا نه روښانه کړې چې په دې ناسته کې به د نورو کومو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون ولري.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو یوې اړوندې کمېټې د دوحې په غونډه کې د ښځو او نجونو پر نه ګډون سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کمېټې د قطر په خبرو کې د افغان ښځو او نجونو د فعال او مستقیم ګډون غوښتنه کړې ده.
دغې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوحې له غونډې د ښځو حذفول نه یوازې د دغې غونډې اعتبار او اغېزناکتیا ته زیان رسوي، بلکې د ښځو او نجونو پر وړاندې د حاکمو چارواکو د چلند هڅونه ده.
د ملګرو ملتونو له دغه اعلانه مخکې د ښځو د حقونو ځینې فعالانو اندېښنه ښودلې وه چې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په درېیمه ناسته کې ښځې حضوړ نه لري او همدارنګه د ښځو پر وضعیت بحث هم د غونډې له اجنډا لرې شوی دی.
طالبانو حکومت بیا وايي چې ملګرو ملتونو ته یې ویلي، په هغو ناستو کې چې د افغانستان په نمایندګۍ بل څوک بلل کېږي، دوی ګډون نه کوي، او په خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې په دې ناسته کې له کابله یواځې طالب استازي روان شوي دي.
دوحې ته د تللي طالب پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ویلي "د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) دریځ دا دی چې که په بهرنیو ناستو کې افغانان له څو ادرسونو ګډون کوي دا په دې مانا ده چې مونږ اوس هم ویشلي یوو او لا هم بهرنۍ لاسوهنو ته زمینه برابروو."
له دې سره هممهاله د ملګر ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د دوحې ناستې په اوله ورځ (یکشنې په ورځ) د افغانستان د شمالي ګاونډیانو په سفر وځي.
د نوموړي ویاند وایي، ښاغلی ګوتیریش به دا سفر د ازبکستان له پلازمینې تاشکند نه پیل او بیا به قرغیزستان، قزاکستان، تاجکستان او ترکمنستان ته لاړ شي.
د نوموړي د سفر موخه د یادو هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره د اقلیمي بدلون اړوندو مسایلو ترڅنګ په ځينې سیمه ییزو موضوعاتو خبرې بلل شوې او ټاکل شوې چې د جولای میاشتې په ۴ نېټه د شانګهای سازمان په ناسته کې چې د قزاقستان په استانه کې جوړیږي هم ګډون وکړي.