ایران: له افغانستانه د صنعتي نشه‌يي توکو قاچاق څو برابره ډېر شوی

Narco

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر مشر سکندر مومني په افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد د کمښت په اړه شک څرګند کړی.

ده له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د نشه يي توکو د سوداګرۍ د کمولو د بهیر پلي کېدل غوښتي.

ښاغلي مومني په ایران کې په یوې تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د صنعتي نشه یي توکو تولید او قاچاق څو برابره شوی، چې د ده په وینا د طالبانو د حکومت له ژمنو سره اړخ نه لګوي.

ده په دې خبرو کې ټینګار وکړ چې باید په عمل کې وګورو چې نشه یي توکي کم شوي کنه، په داسې حال کې چې بیې یې لوړې شوي او همدې یې د قاچاق صنعت ډېر کړی دی.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال رپوټ تایید کړ چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی، خو زیاته کړې یې ده چې افغانستان په نړۍ کې د هیروینو او صنعتي نشه‎يي توکو له لویو تولیدونکو دی چې ډېری یې له دې هېواده قاچاقېږي.

د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر ویلي، که موږ آن د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله دیوال جوړ کړو بیا هم د خلاصون لار نشته او باید د روږدو کسانو مخنیوي ته لومړیتوب ورکړو.هغه زیاته کړې د ایران په خروجي پولو کې د مخدره توکو بیه، په افغانستان کې دننه بیې څخه لس برابره لوړه ده، چې دا ښیي ایران د مخدره موادو د قاچاق وړونکو لپاره خوندي نه دی.

هغه دا هم ویلي چې په ایران کې د صنعتي مخدره توکو تولید صفر ته نژدې دی او دا چې ایران په ټول توان سره له صنعتي مخدره توکو سره مبارزه کوي.

طالبانو لا د ایراني چارواکو دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ایران

د عکس سرچینه، Tabnak

د عکس تشریح، سکندر مومني - د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرکزي دفتر مشر

د تیرې میاشتې په پیل کې، د مخدره توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر اعلان وکړ چې افغانستان په سیمه کې د میتامفیتامین یو لوی تولیدوونکی دی، او د اپینو د کښت کموالی کولی شي د صنعتي مخدره توکو تولید کې بدلون راولي چې بېلابېلې ښکېلې غاړې به ترې ګټه ترلاسه کړي.

د ۲۰۲۳ کال د نشه يي توکو نړیوال رپوټ په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د اپینو "د پام وړ کمښت" تایید کړي، خو زیاته کړې یې ده چې افغانستان په نړۍ کې د هیروینو او شیشې له لویو تولیدونکو دی.

د منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د معلوماتو د راټولولو د مرکز مشره سالوم فلورس وايي، په افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو تولید په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی.

دغه مرکز وايي په افغانستان کې د تریاکو د تولید او کښت د زیاتوالي له کلونو وروسته، شواهد ښیي چې په ۲۰۲۳ کال کې به د کوکنارو کښت په چټکۍ سره د طالبانو له خوا د لګول شوي بندیز له امله کم شي.

د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده د اختر په پیغام کې ویل شوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته نژدې شوی دی.

تېر کال د طالبانو مشر دوه فرمانونه صادر کړل چې د کوکنارو په کرلو یې بندیز ولګاوه، چې له هغې تریاک ترلاسه کېږي او په بل جلا فرمان کې یې د بنګو د بوټي پر کرلو او د چرسو پر تولید هم بندیز ولګاوه.

هممهال په منځنۍ اسیا کې د ملګرو ملتونو د سیمه ییز دفتر استازې ازیتا متل وايي په افغانستان کې وضعیت داسې دی چې د کوکنارو پر کښت د بندیز له امله قاچاقچیان هڅه کوي په بازار کې د میتامفتامین تولید زیات شي.

narco

د عکس سرچینه، Getty Images

له نشه يي توکو سره د مبارزې اړوند د ملګرو ملتونو د دفتر نوی راپور وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۳،۵ میلیونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې د دغه هېواد د نفوس څه باندې لس سلنه جوړوي او په هېواد کې د نشه يي توکو د درملنې او بیارغونې ډېری مرکزونه له ستونزو سره مخ دي.

خو د طالبانو حکومت دا شمېرې کره نه بولي او وايي کېدای شي په دې کې یې سګرټیان هم شمېرلي وي، ځکه دوی عملاً د روږدو کسانو په ټولولو او د درملنې په برابرولو لګیا دي او وايي خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کوي.