تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خبرو له لارې د ستونزو د حل هڅه؛ اسلام اباد کې د طالبانو حکومت چارسمبالي سفیر له اصف دراني سره لیدلي
اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره لیدلي دي.
دغه سفارت د اېکس یا پخواني ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې په دې لیدنه کې "د دواړو هېوادونو ترمنځ د راپورته شوو ستونزو پر حل" خبرې شوي دي.
دوی پر دې هم غږېدلي چې څنګه کولی شي، "دوړه اړخېزې تجارتي، سیاسي او د خلکو ترمنځ اړیکې" لا غښتلې کړي.
دا تېره دوشنبه د پکتیکا برمل او خوست سپېرې ولسوالۍ کې د پاکستان له هوايي بریدونو راوروسته د خواو لومړۍ لیدنه ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته ویلي وو چې په ځوابي اقدام کې یې د پکتیا، پکتیکا او خوست په استقامتونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.
همدا راز د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان چارسمبالی سفیر "احضار" کړی او نوموړي ته خپل احتجاجلیک سپارلی و.
پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستان طالبانو تحریک "ټيټيپي" اړوند اهداف په نښه کړي، خو د طالبانو حکومت وايي عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې او دا چې په افغانستان کې د "ټيټيپي" وسله وال نشته.
د یادونې ده چې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د پاکستان له هوایي بریدونه یوه ورځ ورمخکې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د ټيټيپي له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې وسله والو پناه اخیستې ده، چې د کورنیو له غړو سره یې ټول شمېر ۷۰ زرو ته رسېږي.
هغه زیاته کړې وه، اسلام اباد کره شواهد لري چې د پاکستاني طالبانو تحریک د افغان استازو یا اجنټانو په وسیله له هند پیسې ترلاسه کوي.
د پاکستان له هوايي او د طالبانو له ځوابي بریدونو وروسته د دواړو خواو ترمنځ د نښتو او د درنو وسله د ډزو د تبادلې خبر هم ورکړ شوی و.
دا نښتې او کړکېچ د دوی لامل شوی چې د امریکا متحد ایالتونه له دواړو خواو د زغم غوښتنه وکړي.
سپېنې ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت دواړو له پاکستان او طالبانو غوښتي وو چې مسائل د خبرو له لارې حل کړي.