د ترکیې-سوریې زلزله: د وژل شوو شمېر تر ۳۳ زرو واوښت؛ 'نړۍ د سوریې زلزله اغېزمنو په حق کې "ناغیړي" کړې'

د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې په سوریه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې پر رسولو پراخې نیوکې شوې دي، د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو مشر ویلي، نړیوالې ټولنې د سوریې شمال لوېدیځ پر خپل حالت پرېښی دی.

د بشردوستانه د چارو او مرستې رسونې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټ پر ټویټر لیکلي: "تر اوسه د سوریې شمال لوېدیځ د خلکو حق کې موږ ناغېړي کړې ده. اوس په حقه داسې انګېري چې ګنې پر خپل حالت کې پرېښودل شوي. د دوی سترګې نړیوالو مرستو ته وې چې ور ونه رسېدې."

"زما دنده وجیبه دا ده چې دا نیمګړتیا هرڅومره چې ژر ممکنه وي، جبیره کړم."

ملګري ملتونه وايي، ۸۷۰ زره خلک ډېرو بېړنیو ګرمو خوراکي توکو ته اړتیا لري او سوریه کې یوازې ۳/۵ میلیون وګړي بې‌کوره شوي دي.

ښاغلی ګریفیټ چې پرون ترکیې ته تللی و اندېښمن دی چې د وژل شوو شمېر ښايي دوه برابره لوړ شي. د رسمي شمېرو له مخې د ترکیې او سوریې زلزله کې د د وژل شوو شمېر تر ۳۳ زرو اوښتی دی.

دا په روانه پېړۍ کې د طبیعي پېښو له کبله تر ټولو لوړه مرګ‌ژوبله ده. په ۲۰۰۳ کال د ایران بم کې زلزلې تر ۳۱ ډېر کسان وژلي وو.

وړاندې ملګرو ملتونو اټکل کړی و چې ترکیه او سوریه کې د زلزله ځپلو وګړو شمېر ۲۳ ته رسېږي، خو اوس وايي چې ۲۶ میلیون وګړي له خطر سره مخامخېدونکي دي او د نژدې ۴۳ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه یې کړې ده.‌

ترکیه کې مرستې رسول

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۳۲ زره ترکي وګړو سربېره ۸۳۰۰ بهرني مرستندویان فعالیت کوي. هلته د مړو ساتل هم د امکان له حده وتلي او ژر باید خښ کړل شي.

په ډېرو سیمو کې د ژمي سړه هوا د زلزله ځپلو کړاو لا ‌پسې ډېر کړی او د شپې سړه هوا کې په لنډمهالو سرپناوو ان خپلو ګاډو کې پاتې او ویدېږي.

د ترکیې حکومت ویلي، تر ۸۰ زرو ډېر کسان روغتونونو کې بستري شوي او تر یو میلیون ډېر وګړي په موقتو سرپناوو کې اوسي.

په ورته وخت کې، د مرستو رسولو لپاره هڅې ددې لامل شوې چې د ترکیې او ارمنستان ترمنځ پوله تر ۳۵ کلونو وروسته لومړی ځل په اوبو او خوړو د بار لاریو لپاره پرانیستل شوې ده.

نن د کردستان کارګر ګوند (پ.ک.ک) – چې د ترکیې حکومت او لوېدیځ هېوادونه یې (ترهګر) بولي، وویل د مرستو رسولو د اسانتیا لپاره یې خپل جګړه ییز فعالیتونه د لنډ وخت لپاره درولي دي.

په ورته وخت کې د ژغورنې په درشل کې تر کنډوالې لاندې تر ۱۵۰ ساعتونو وروسته یو اوه میاشتنی ماشوم، یوه ۷۰ بوډۍ مېرمن، یوه ۱۳ کلنه نجلۍ، یو پلار او پنځه کلن زوی یې له مرګه ژغورل شوي او رایستل شوي، خو د نورو ژوندیو کسانو د رایستلو هیلې په کمېدو دي.

سوریه کې مرستې رسول

په جګړه ځپلې سوریه کې د مرستو رسولو بهیر ډېر ورو و او د مرستې رسولو لړۍ له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوې ده.

په ورته وخت کې له زلزله ځپلو سره پر مرستو رسولو محدودیتونه له نیوکو سره مخامخ شوي.

د سوریې سره صلیب له امریکا غوښتي وو چې پر دغه هېواد د مرستو رسولو لپاره خپل بندیزونه لغوه کړي.

د بشار الاسد له دولت هم غوښتل شوي چې د دولت د مخالفانو تر واک لاندې سیمو ته د مرستو رسولو بندیز لیرې کړي، د ښاغلي اسد حکومت اعلان وکړ چې د زلزله ځپلو وګړو لپاره به لارې پرانیزي.

تېره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان وتوانېد چې له طبي تجهیزاتو یوه بار الوتکه حلب ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش له امنیت شورا غوښتي وو چې د ترکیې او سوریې ترمنځ د نوې سرحدي پولې پرانیستل تصویب کړي. په پام کې ده چې دغه شورا به په راتلونکو ورځو کې د سوریې په اړه غونډه وکړي.