تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"هند کې د وحشي پړانګانو شمېر په تېرو ۲۰ کلونو کې دوه برابره شوی"
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، په دې هېواد کې د وحشي پړانګانو شمېر په تېرو ۲۰ کلونو کې کابو دوه برابره ډېر شوی دی. ده ویلي، دا مسله نه یوازې د هند لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د ویاړ خبره ده.
د نویو شمېرو له مخې، په هند کې تر درې زرو ډېر پړانګان شته، چې د نړۍ د وحشي پړانګانو ۷۵ سلنه جوړوي.
مودي د هند کارنتاکا ایالت کې د (پړانګانو پروژه) په نامه پروګرام د ۵۰ کلنې مراسمو کې دا خبره کړې ده.
هغه وویل، د طبیعت ساتل په هند کې زموږ د کلتور یوه برخه ده.
(د پړانګانو پروژه) په ۱۹۷۳ کال پیل شوې ده، چې یو وخت د هندي پړانګانو نسل له ورکېدو سره مخامخ و؛ ځکه چې د هغوی د استوګنې ځایونه په کمېدو شول، تفریحي ځایونو کې یې ښکار د شمېر کمولو کې رول لوبولی.
هر کال په هند کې پړانګان شمېرل کېږي او یوه اټکلي شمېره یې اعلانېږي.
په هند کې د وحشي ژوو د حفاظت د قانون له مخې، پړانګان په یو ډول د نسل له کمېدو سره مخامخ دي. دا قانون په ۱۹۷۲ کال کې جوړ شوی او د وحشي حیواناتو نیول او وژل یې ناقانونه اعلان کړي.
یاد قانون مثبت اغېز لرلی او له ۲۰۰۶ کال راهیسې په هند کې د پړانګانو شمېر په ډېرېدو دی.
نړۍ کې د پړاګانو د شمېر کمېدو اندېښنې
په تېرو څو لسیزو کې، په نړۍ کې د وحشي پړانګانو د نسل کمېدو وېره په ډېرېدو وه.
خو په ځینو هېوادونو کې د حفاظت اړوندو پروګرامونو او هڅو په برکت، اوس په دې اړه مثبت خبرونه اورېدل کېږي.
په وروستیو کلونو کې د وحشي ژوو د ژوند خیره مؤسسې (ډبلیو ډبلیو اېف) ځینې شمېرې اعلان کړې چې د پړانګانو د ډېرېدو خبره پکې شوې وه.
په ۲۰۱۰ کال کې، په ټوله نړۍ کې د وحشي پړانګانو شمېر یوازې ۳۲۰۰ و؛ خو اوس په پنځو هېوادونو – هند، چین، نیپال، روسیه او بوتان – کې د هغوی راتلونکي ته هیلې په غوړېدو دي.
د دوه کاله مخکې شمېرو له مخې، یوازې په هند کې د وحشي پړانګانو شمېر د ۲۶۰۰ او ۳۳۵۰ ترمنځ اټکل شوی و، چې د پاموړ ډېرېدل یې په ډاګه کوي.
د هند ګاونډي نیپال کې هم د وحشي پړانګانو شمېر په ډېرېدو و، په ۲۰۰۹ کې یې شمېر له ۱۲۱ نه په څه کمه یوه لسیزه کې ۲۳۵ ته ورسېد.
په روسیه، بوتان او چین کې هم ورته کیسه روانه وه.