تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زیلېنسکي روسانو ته: پوتین تاسو له منځه وړي
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي روسانو ته ویلي، چې مشر یې هېواد ویجاړوي.
هغه دا څرګندونې د نوي کال په مناسبت د ولادیمیر پوتین – چې د پوځيانو منځکې ولاړ دی - له څرګندونو وروسته کړې دي.
ښاغلي زیلېنسکي ویلي د روسیې ولسمشر د خپلو پوځيانو تر شا پټ و، هغوی یې نه رهبري کول.
د اوکرایین په لر و بر کې د روسیې د خونړۍ بریدونو پر ورځ ده وویل چې اوکرایینیان به روسیه ونه بخښي.
په دې تازه بریدونو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د اوکرایین د وسله والو ځواکونو مشر والریري زلوژني ویلي، هوايي دفاعي ځواکونو له ۲۰ روسي کروز توغندیو ۱۲ یې ویشتلي دي.
دا بریدونه پر اوکرایین د روسیې له یرغل پیلېدو راهیسې تر ټولو لویو هوايي بریدونه دوه ورځې وروسته شوي دي.
په وروستیو اونیو کې لسګونه بریدونه په مکرر ډول د برېښنا د پرچاوېدو لامل شوي.
مسکو په وار وار د ولسي وګړو په نښه کولو انکار کړی، خو په وروستیو کې پوتین ومنله چې د اوکرایین د انرژۍ پر بنسټونو یې بریدونه کړي.
زیلېنسکي پر ټیلیګرام خپرېدوني چینل ته وینا کې ویلي، هغه کسان چې د شنبې په ورځ یې بریدونه وکړل، انسانان نه دي او دوی به یې "وبایلي".
له اوکرایین نه د روسیې مسلې ته په اوښتو، ښاغلي زیلېنسکي پر پوتین برید وکړ.
ده وویل: "ستاسې مشر غواړي تاسو ته وښيي چې ګنې د ټولو مخ کې رهبري کوي او پوځ یې شا ته دی".
"خو په حقیقت کې هغه پټېږي. دی د پوځ، توغندیو او استوګنیزو دېوالو او ماڼیو تر شا پټېږي.
هغه د تاسو تر شا پټېږي، او ستاسې هېواد او ستاسې راتلونکی سیځي. هېڅوک به تاسې د ترهې له کبله ونه بښي. په نړۍ کې به هېڅوک تاسو ته بخښنه ونه کړي. اوکرایین به مو ونه بخښي".
د اوکرایین څارګر مشر بي بي سي ته ویلي، د جګړې ډګر یوې بندې ل لارې ته رسېدلی. په ۲۰۲۳ کې د اوکرایین جګړه پر پنځو لارو تېرېدلی شي.
د روسیې ولسمشر په اوکرایین کې د جنګېدونکو ځواکونو تر شا د خلکو درېدلو هڅه وکړه او ویې ویل چې د هېواد راتلونکی یې په خطر کې دی.
پوتین په جنګي انداز وویل: "تل پوهېدو او نن یوځل بیا راته جوته شوه چې د روسیې د ځمکنۍ بشپړتیا لرونکی، خوندي او خپلواک راتلونکی یوازې پر موږ ولاړ دی، زموږ پر قوت او ارادې ولاړ دی".
ده پر اوکرایین یرغل د "خپلې تاریخي خاورې او خلکو" د دفاع له کبله وباله او وویل: "موږ اخلاقي او تاریخي حق لرو".
ښاغلي پوتین لوېدېځ هم تورن کړ چې مسکو یې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرایین برید ته "ولمساوه".
ده وویل: "لوېدیځ د سولې په اړه دروغ وايي. یرغل ته چمتو کېده... او اوس دوی د روسیې د کمزورې کولو او تجزیې لپاره له اوکرایین او وګړو یې کار اخلي".
اوکرایین او لوېدیځ د برید پیلولو په اړه د روسیې ادعاوې ردوي.