د حبیب الله کلکاني د مړي ښخولو پرمهال ډزې شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د یو پخواني پاچا د مړي بیا ښخولو د مراسمو پر مهال ډزې شوې چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم وفادارو ځواکونو او د حبیب الله کلکاني د پلویانو ترمنځ د حبیب الله کلکاني او د هغه د ۱۶ ملګرو د قبرونو د ځای پر سره وسله واله شخړه رامنځته شوه.

د سیاسي مشرانو او خاورو ته د کلکاني د مړي سپارونکي کمېسیون تر منځ هوکړه شوې وه، چې د کلکاني مړی به د شهر ارا غونډۍ پر ځای د کلوله پشته پر غونډې خاورو ته سپارل کېږي، خو ویل کېږي، چې نن د حبیب الله کلکاني یو شمېر پلویانو پر شهر ارا غونډۍ د نوموړي ښخولو ټینګار کاوه، چې د ښاغلي دوستم کسانو یې مخالفت کاوه او پایله کې یې شخړه رامنځته شوه.

ښاغلي دوستم له دې مخکې په یوه خبري غونډه کې ویلي و، چې پر شهر ارا غونډۍ به د حبیب الله کلکاني ښخولو اجازه ور نه کړي:

''موږ د حبیب الله کلکاني له پلویانو مننه کوو، موږ د پدرام صیب له لارې هغوی ته مشوره ورکړه، داسې مه کوئ!

د عبدالرشید دوستم وفادارو ځواکونو او د حبیب الله کلکاني د پلویانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د عبدالرشید دوستم وفادارو ځواکونو او د حبیب الله کلکاني د پلویانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې

دلته ځینې پټ لاسونه کار کوي. موږ له تاسې هم زیات هغه ته درناوی لرو، خو دلته ځینې پټ لاسونه، لنډ فکرونه یا ناسمې مشورې شته. اوس موږ څه کړي وای؟ د کلکاني صیب پلویانو یو بل ځای غوره کړی، وايي دا کار وکړه، خو زما چې وینې هم توې شي دا کار نه کوم.''

په ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازي داود کلکاني په عیدګاه کې د جنازې له مراسمو مخکې وویل، چې له چا سره کومه دښمني نه لري او وايي یوازې دا غواړي، چې باید د حبیب الله کلکاني مړی په یوه مناسب ځای کې خاورو ته وسپارل شي:

''موږ د هېچا پر ضد نه یو. د هېڅ قوم پر ضد نه یو، له هېچا هېڅ نه غواړو، یوازې د خپلو شهیدانو لپاره مقبره غواړو، چې نن مو له نیکه مرغه له خاورو راوایستل او اوس ځو چې دویم ځل یې خاورو ته وسپارو.''

حبیب الله کلکاني تر اعدامېدو مخکې تر نهه میاشتو پاچا وو.