د کابل ښوونځی، چې کارګرو ماشومانو ته زده کړې ورکوي

مهدي هره جمعه هغه ښونځي ته ځي  چې د کابل په ۳ یمه کارته سیمه کې کارګرو ماشومانو ته جوړ شوی

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، مهدي هره جمعه هغه ښونځي ته ځي چې د کابل په ۳ یمه کارته سیمه کې کارګرو ماشومانو ته جوړ شوی
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر نږدې دوه میلونوته رسیږي، چې ډېری یې له زدکړو پاتې دي.

یوه ډله ځوانان پلازمېنه کابل کې د رضا کارانو په نوم یو ځای شوي او دغو ماشومانو ته یې ښونځی جوړ کړی دی.

په دغه ښونځي کې د زده کړو تر څنګ زده کونکو ته حرفه یې زده کړې هم ورکول کېږي.

زموږ همکارې زمزمې نیازۍ دغه ښونځی لیدلی او د مهدي په نوم د یوه ماشوم ژوند یې څارلی چې د دغه ښونځي زده کونکی دی. هغه وايي، د مهدي سهار په کور کې له سهارنۍ وروسته د ښار په ګڼه ګوڼه کې د نورو بوټانو په رنګولو او پاکولو پیلیږي.

د هغه نهه ساعته مزدوري ګرانه او ګټه یې لږ ده.

۱۴ کلن مهدي چې د ورځې نژدې ۱۰۰ افغانۍ عاید لري اړ دی چې خپل سپین ږیري پلار ته د مرستې لاس ورکړي او د کورنۍ ۱۲ غړو ته ډوډۍ ومومي.

دی له مازدیګره بیا د شپې تر ناوخته د واورې پاکولو راشپیلونه جوړوي.

زده کړې یې د ژوند لویه هیله ده، خو دا چې کرۍ ورځ یې په روزکار پسې لالهانده وي له دولتي ښونځي پاتې دی. دی وايي:

''د دې لپاره چې اقتصادي وضعیت مو ښه نه دی ښونځی مې ونه لوست پلار مې سپین ږیری دی، مشر ورور مې ناروغ دی، اړ یم چی ۱۲ کسانو ته ډوډۍ ومومم''

مهدي نه غواړي چې خلک یې نالوستی وبولي.

هره جمعه هغه ښونځي ته ځي چې د کابل په ۳ یمه کارته سیمه کې کارګرو ماشومانو ته جوړ شوی.

د د غه ښونځي ټول ښونکي د پوهنتون محصلین دي، چې شپږ یې نجونې او اته تنه یې هلکان دي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د د غه ښونځي ټول ښونکي د پوهنتون محصلین دي، چې شپږ یې نجونې او اته تنه یې هلکان دي

دغه ښونځي ته د عدم خشونت یا نه تاوتریخوالي نوم ورکړل شوی.

د د غه ښونځي ټول ښونکي د پوهنتون محصلین دي، چې شپږ یې نجونې او اته تنه یې هلکان دي.

د رضاکارانو ډلې مشر ذکرالله چې خپله یې هم یو وخت د سړک په سر درانه کارونه کول وایي، غواړي هر ګارګر ماشوم لوستی شي.

''دا څو کلونو کې چې دغو ماشومانو ته زده کړې ورکوو، له هره پلوه یې د دوې په شخصیت مثبت اغیز کړی، د ښونې او پوهنې برخه کې ډېر ښه شوي دغه راز د خلاقیت او نورو حرفه یې برخو کې هم ښه شوي دي''

نژدې ۱۰۰ ماشومان د جمعې په ورځ دغه ښونځي ته راځي، دوې د دري،ریاضي، انځور ګرۍ،حرفې،خلاقیت ترڅنګ تاوتریخوالي ته د نه! ویلو په باب هم مضمونونه لولي.

د نه تاوتریخوالي ښونځی درې کاله وړاندې جوړ شو.

مالي لګښت یې د امریکا او انګلستان د خلکو له مرستو پوره کېږي.

هغه ماشومان چې دغه ښونځي ته راځي د میاشتې خوراکي توکي ورکول کېږي او قلم کتابچې دغه راز کتابونه هم دغه ښونځی ورکوي.

ښونځی د جمعې په ورځ ګهیځ اته بجې پیلیږي او د مازیګر تر پنځو بجو دوه وخته زده کونکي لري.

ویل کېږي، چې په افغانستان کې نژدې دوه میلونه ماشومان مزدورۍ کوي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي د تېر کال پرتله دوه سلنه د دغو ماشومانو شمېر ډیر شوی دی.