په کابل کې د میدان د سولې ولایتي شورا غړی وژل شوی

د عکس سرچینه، f
د خپرېدو وخت
د میدان وردګو ولایت چارواکو تاييد کړې چې د سولې ولایتي شورا غړی د کابل په لوېدیځ کې د وسله والو کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
د میدان وردګو والي ویاند عطاالله خوګیاني بي بي سي ته وویل، چې تېره شپه صالح هوتک پغمان والسوالۍ ته اړوند سیمې په جومات کې د لمانځه له ادا کولو وروسته ترور شوی.
د میدان وردګو والي ویاند زیاته کړه، ښاغلی هوتک سر بیره پر دې چې د یاد ولایت د سولې ولایتي شورا غړی و په پغمان کې د دغه جومات امامت یې هم پر غاړه درلود.
ښاغلي خوګیاني وویل، تر دې دمه دا نه ده څرګنده شوې چې د میدان د سولې د ولایتې شورا غړي قاتلان څوک دي خو وايي امنیتي ځواکونو ویلي، چې د دغې پېښې په اړه څېړنې کوي.















