امریکا افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې ځپلو لپاره ایتلاف جوړوي

د عکس سرچینه، T.J. KirkpatrickGetty Images
د امریکا د پوځ لوی درستیز، جنرال مارټین ډیمپسي، تېره ورځ په یوه ناڅاپي سفر افغان پلازمېنه کابل ته ورسېد.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، ښاغلي ډیمپسي، پرون (۱۹ جولای) له غرمې وروسته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې ولیدل.
که څه هم د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د دې کتنې په اړه کومه مهمه خبره رامخې ته نه شوه، خو د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون وېبپاڼې د دغې ناستې ځینې مهم ټکي په ډاګه کړي دي.
وېبپاڼه وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او جنرال ډیمپسي د اسلامي دولت په نامه ډلې له خوا د سیمه ییز ګواښ مخنیوي لپاره د یوه ایتلاف پر جوړولو خبرې اترې وکړې.
وېبپاڼه زیاتوي، دواړو مشرانو ویلي چې افغانستان، په یو دا ډول اېتلاف کې مرکزي رول لوبولی شي.
بله خوا د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه پر خپله وېبپاڼه کې لیکي، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې راڅرګندېدل کولای شي د راتلونکي کال تر پایه له دې هېواده د امریکایي پوځیانو د وتلو پروګرام ټکنی کړي.
ورځپاڼه زیاتوي چې د دې ډلې را برسېره کېدو اوس افغان حکومت او پنټاګون ته یوه پلمه ورکړې، چې پر سپینې ماڼۍ فشار راوړي او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو موده وغځوي.
منطق یې، د ورځپاڼې په وینا، ډېر ساده دی. پنټاګون اندېښمن دی چې که ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي نو کېدای شي چې د اسلامي دولت ډلې په څېر وسله وال مخالفین افغان حکومت را وپرځوي.
دا به په افغانستان کې هم د سوریې او عراق په څېر د یو مرکزي او پیاوړي ځواک تشه رامنځته کړي.
په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو مشر جنرال جان کمبل تېره ورځ وویل، ولسمشر اوباما د ۲۰۱۶ کال تر پایه له افغانستانه د ټولو امریکایي پوځیانو د ایستلو ژمنه کړې وه.
خو دا ژمنه د اسلامي دولت ډلې له راڅرګندېدو د مخه شوې وه. اوس په دې هېواد کې امنیتي وضع او ګواښونه بدل شوي.


















