
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
هلمند کې ناپېژاندو وسله والو یو ښوونځی سوځولی.
د دغه ولایت چارواکي وایي، تېره شپه ددغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کی یو منځنی ښوونځی د ناپېژاندو وسله والوله خوا سوځول شوی.
د هلمند ولایت د پوهنې رییس محمد نسیم صافی وایي، په دې ښوونځي کې شاوخوا ۴۰۰۰ زده کوونکو زده کړه کوله.
دی وايي، چې په دغه ښوونځي کې د وسله والو له خوا ماینونه هم ځای پرځای شوي وو، چې د چاودېدو له کبله یې د ملې امنیت دوه کارکوونکي ټپیان شوي هم دي.
دغه ښوونځی پرداسې مهال سوځول کېږی چې اوونۍ وړاندې یوشمېر هلمندیانو په کابل کې د یوه لاریون پر مهال له مرکزي دولته د ښوونځیو د جوړولو غوښتنه کړې وه.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.












