افغانستان د رسینو د قانون نوې طرحه لغوه کړه

د عکس سرچینه،
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, کابل
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت و ايي، د رسنیو د قانون نوې طرحه یې لغوه کړې ده.
دغه وزارت وايي، د نوې طرحې په اړه له ګڼو نیوکو وروسته دې پایلې ته و رسېدل، چې د رسنیو نوې مسوده باید لغوه شي.
وروسته له هغې، چې دافغانستان د رسنیو قانون د نوې مسودې په اړه دژونالستانو د دفاع ټولنو کلکې نیوکې وکړې، د اطلاعاتو او کلتور وزت پریکړه وکړه، چې دغه مسوده یې لغوه کړه.
دغه مسوده نژدې یوه میاشت وړاندې د رسنیو د عالي شورا له تصویب وروسته د نظرونو د راټولو په موخه خپره شوې وه، خو همغه مهال هم پرې د ژرونالیستان دفاع ټولنو کلکې نیوکې کولې.
د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت نشراتي مرستیال مبارز راشدي بي بي سي ته وویل ، له دې وروسته د رسنیو دقانون خپره شوې مسوده د باور وړ نه دی ده او که چیرې د ده په وینا د رسنیو په قانون کې ادلون بدلون راوړل کیږي، نو د خبریالانو له دفاع ټولنو سره په همغږۍ به دغه چاره مخ ته وړل کیږي:
''زه کولای شم همدلته درته وایم، هغه مسوده له دې تاریخه وروسته په نشت حساب ده. که چیرې د رسنیو په قانون کې بدلون راړو، نو په افغانستان کې به د خبریالانو له ټولو ټولنو او بنسټونو سره سلا مشوره کوو، چې په تیرو لسو کلونو کې له موږ سره مرسته کړې ده.''
''سمونو نه باید د ازادۍ په ګټه وي او کنه په قانون کې اصلاحات هېڅ اړین نه دي.''
د رسنیو د قانون نوې مسوده په پنځلسو فصلونو او ۱۱۰ مادو کې جوړه شوې وه.
په افغانستان کې د بیان د ازادۍ یو شمېر ملاتړي ډلو نیوکه کوله، چې د رسنیو د قانون لپاره نوې جوړه شوې مسوده کې پراخې ستونزې دي او په باور یې د رسنیو او ژورنالستانو اصلي ستونزو ته په کې ډیر پام نه دی شوی.
په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان هم په افغانستان کې د رسنیو قانونو پر نوې طرحې انديښنه ښوولې .
دغه سازمان په يوه خپره شوې وینا پاڼه کې ویلي ، چې د افغانستان د رسنیو نوې طرحه په دغه هیواد کې د وینا د ازادۍ مخه ډب کوي او د ولسمشر کزري له ژمنو سره یې په ټګر کې کڼلې، چې ویلي و په افغانستان بشپړه د وینا ازادي شته.

















