کالډويل: سږ کال مو تر يو لک ډېر افغان ځواکونه روزلي دي

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
- د خپرېدو وخت
په داسې حال کې چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسوليتونو د سپارلو خبرې تودې دي،افغان او بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالښت له يو کلن بهير څخه خوښ دي،او ښه يې ارزوي.
په افغانستان کې د ناټود روزونکې برخې مشر جنرال ويليم کالډويل وايي چې په تېر کال کې يې ٣٥ زره افغان پوليس او د افغان پوځ ٦٨ زره سرتېري روزلي دي:(( په تېر يوه کال کې د افغان امنيتي ځواکونو پرمختگ پاموړ و، تر سلو زرو ډېر نارينه ځوانان او يو شمېر ښځې د افغان امنيتي ځواکونو برخه شول او وروزل شول،دغه کسان هوډ لري چې د پوليسو او پوځ په ليکو کې خدمت وکړي،دا هرڅه يوازې په يوه کال کې شوي دي، هغه چاره چې په مخکينيو څلورو کالو کې تر سره شوې وه ، موږ هغه په تېر يوه کال کې تر سره کړه. ))
ښاغلي کالډويل وويل اوس په افغانستان کې د ناټو او امريکا نژدې ٣٥٠٠ پوځي روزونکي د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه بوخت دي خو يادونه يې وکړه چې د افغان امنيتي ځواکونو د شمېر په ډېرېدو د روزونکو اړتيا هم مخ په ډېرېدو ده.
دی وايي دا مهال ٩٠٠ نورو روزونکو ته اړتيا ده چې افغانستان به يې د ناټو د ليز بون په غونډه کې غوښتنه وکړي.
د ناټو ددغه جنرال په وينا په پام کې لري چې را روان کال ١٤٠ زره نور پوليس او سرتېري هم وروزي.
په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزير عبدالرحيم وردگ بهرنيو ځواکونه ته د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې دسپارلو د کليزې د نمانځلو پر مهال د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې بهير مثبت وباله: ((دا لومړى کال و چې نړيوالې ټولنې په کافي کچه د افغان امنيتي ارگانونو د پرمختگ په موخه هم ډېره هڅه وکړه او هم يې سرچينې او اړين تجهيزات د هغوى په واک کې ورکړل، د څومره والي له مخې هم زموږ پرمختگ ډېر پام وړ و او په همدې توگه د څرنگوالي له مخې هم زموږ ارتقا پاموړ وه.))
ښاغلي وردگ وويل څومره ژر چې د ايساف ځواکونو وړتياوې افغان ځواکونو ته ولېږدول شي، افغان امنيتي ځواکونو ته به د امنيت د مسوليتونو اړول په ساده توگه تر سره شي.
خو په افغانستان کې د ناټو د روزنيزې څانگې چارواکي وايي اوږده لاره په مخ کې ده چې افغان ځواکونه په بشپړ ډول د پوځي دندو خپلولو ته چمتو شي.
خو هيله يې وښووله چې تر ٢٠١٤ ميلادي کاله پورې به افغان ځواکونه وتوانېږي چې په يوازې ځان د امنيت د خوندي کولو جوگه شي.


















