"د ترکيې پوليسو" له خوا د افغان کډوالو د شکنجې او وهلو ويډيوګانې

د خپرېدو وخت

د بي‌ بي‌ سي يو شمېر ليدوونکو له افغان کډوالو سره د ترکیې پر سرحدي لار د دغه هېواد د پولیسو له خوا د تاوتريخوالي ويډيوګانې او انځورونه رالېږلي‌ دي.

دغه ويډيوګانې چې بي‌ بي سي فارسي ترلاسه کړې، د سرطان د څلورمې دي. په ویډیوګانو کې يوه ډله کسان چې ظاهرا افغان کډوال دي، پر بدن یې د شکنجې او وهلو ډبولو نښې ښکاري. دوی په ويډيو کې وايي، د "ترکيې سرحدي پوليسو" له خوا شکنجه شوي دي.

په ويډيوګانو کې ويل شوي چې ځينې کډوال د سختو ټپونو له امله د تګ توان نه لري.

له دغو ويډيوګانو يوه کې ويل کېږي، "دوه کډوال د شکنجې پايله کې مړه شوي او د ترکيې سرحدي پوليسو د هغوی جسدونه د ماکو سرحدي سيمې ته لېږدولي دي. "

په عيني وخت کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد طلوع نيوز ته ويلي، "په دې برخه کې اسلامي امارت... له ترکيې سره په اړیکه کې دی چې زموږ له کډوالو سره انساني‌ چلند وشي. که څه هم هلته قانوني ستونزې موجودې دي."

دغو کډوالو بي‌بي‌سي‌ سره اړيکه نيولې او ګڼ عکسونه او ويډيوګانې يې رالېږلې دي.

په انځورونو کې يو شمېر ټپي افغان کډوال چې مخونه او سرونه يې په وينو لړلي، ليدل کېږي او وايي د ترکيې پوله ساتونکو ورسره دا ډول چلند کړی دی.

د يوې ويډيو را لېږونکی وايي، "پوليسو کډوال په اوسپنيزو ډنډو وهل او دوی مجبور شول چې قاچاق وړونکو ته پیسې ورکړي‌چې بېرته یې ايران ته قاچاق کړي."

د ترکیې چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بي‌بي‌سي‌فارسي وروستۍ پلټنې ښيي چې د ايران او ترکیې پر پوله ډېری وخت د جنايي ډلو له خوا افغانان شکنجه او تښتول کېږي.

که څه هم د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ پوله کې د قاچاچقیانو له خوا د افغان کډوالو تښتول او ځورول له ډېر پخوا روان دي.

په وروستيو مياشتو کې له افغان کډوالو سره د ترکيې د سرحدي پوليسو د ناوړه چلند په تړاو نور راپورونه او ويډيو ګانې هم خپرې شوې دي.

د ويډيو يو بل لېږونکی هم وايي‌‌‌، چې "ترکي پوليسو د کډوالو ګوتې او پښې ماتې کړې دي او دوی اوس په ايران کې د درملنې په تړاو له ستونزو سره مخ دي، ځکه په وينا يې دولتي روغتونونه يې درملنه نه کوي او په خصوصي روغتيايي مرکزونو کې ډېر لګښت غواړي."

له افغان کډوالو سره د ترکي او ايراني پوليسو ناوړه چلند نوې خبره نه ده. په سرحدي سيمو کې د افغان کډوالو د شکنجې انځورونه او ويډوګانې څو ځله د خبرونو سرټکي‌ ګرځېدلي دي.

د راپورونو له مخې په ترکيه کې له ۲۰۰ زرو تر ۳۰۰ زرو پورې افغان کډوال ژوند کوي. ډېری افغانان په قاچاقي ډول ترکیې ته د اوسېدو او يا هم له هغه ځايه اروپا ته د تلو لپاره ځي.

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال اګست د طالبانو بيا واک ته رسېدو سره له ترکيې د افغان کډوالو ايستلو بهير کې هم زياتوالی راغلی دی.

همدا ډول د بښنې نړيوال سازمان راپور وايي، د ښځو او ماشومانو په ګډون پر افغان کډوال د ايران او ترکیې پوله کې د سرحدي ساتونکو له خوا ډزې شوې دي.

په ترکيه کې د کډوالو د حقونو مدافع ‌سازمانونه وايي د ترکيې د کډوالۍ ادارې له خوا تر ۹۰ سلنه زيات د پناه غوښتنليکونه رد شوي دي.

.