تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سمندري توپان 'بپر جوای' د هند ساحلونو ته ورسېد
په هند کې د هوا پېژندنې ملي اداره وايي، بپر جوای نومی سمندري توپان چې له څو ورځو راهیسې د هند او پاکستان ساحلي سیمو پر لور روان و، د دې هېواد ګجرات ایالت، سوراشټر او کچ سیمو سمندرغاړو ته رسېدلی دی.
د دې دارې مسوولین وايي، بپر جوای د پنجشنبې پر ماښام وچې ته ورسېد او له ځايي وخت سره سم به تر نیمې شپې پورې چټک بادونه روان وي. هندي مسوولین وايي، توپان د ګجرات ایالت له جاکهو بندره نژدې ۳۰ کیلومتره لېرې دی.
مسوولینو د خواله رسنیو له لارې په یوه پیغام کې ویلي، له توپان سره سره په ساحلي سیمو کې د ګڼ باران اورېدو احتمال هم شته.
'پاکستان ته به نیمه شپه توفان رسېږي'
بل لور په پاکستان کې د بي بي سي خبریاله سحر بلوچ د پاکستان هوا پېژندنې ادارې مسوولینو له قوله وايي، چې احتمالاً دا توپان به له ځايي وخت سره سم نیمه شپه د سند ایالت ساحلي سیمو ته ورسېږي.
چارواکي وايي، که څه هم د بپر جوای توفان رفتار کم شوی، خو زور یې لا هم هماغسې دی.
که څه هم هوا پېژندنې ماهرین وايي، د یاد توپان زیات زور د هند ګجرات سیمې پر لور دی، خو پاکستان کې چارواکي اندېښنه څرګندوي چې په سند ایالت کې د کمزورې اډانې او وار له مخه شته ستونزو له کبله کېدای شي توپان زیان ورسوي.
د بېړنیو مرستو پاکستانۍ ادارې این ډي ایم اې د ساحلي سیمو اوسېدونکو لپاره په خوندي ځایونو کې ۷۵ کمپونه چمتو کړي دي، خو خبریالان وايي، د سند په بدین، ټهټه، ملیر، کورنګي او کیماړي سیمو کې ګڼ شمېر خلک له کورنو وتلو ته نه دي چمتو شوي او له همدې کبله په کمپونو کې هغومره خلک نه شته، چې تمه یې کېده.