د پوهنې ولایتي مشران: افغانستان کې "د نړیوالو ښوونيزو موسسو د تړلو امر شوی"

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

بي بي سي پښتو ته د افغانستان په جنوب کې لږ تر لږه دوو سرچینو منلې چې د طالبانو د پوهنې وزیر ورته امر کړی چې د معارف په برخه کې دې "نړیوالې موسسې خپل فعالیتونه یوه میاشت کې ودروي."

دغه دوه سرچینې چې د طالبانو د پوهنې وزیر په یوه انلاین غونډه کې یې هم برخه لرله، وايي د پوهنې ټولو ولایتي مشرانو ته امر شوی چې په یوه میاشت کې د پوهنې د برخې چارې له نړیوالو موسسو کورنیو هغو ته وسپاري.

په افغانستان کې نژدې ۵۰۰ زره ماشومان چې عمرونه یې د شپږو او ۱۳ کلونو تر منځ دي او دولتي ښوونځیو نه پاتې شوي، په محلي ښوونځیو کې زدکړې کوي. په دغو کې نژدې ۲۰۰ زره یې نجونې دي.

د دغو ښوونځیو لګښت او د ښوونکو معاشونه د پاملنرې، ناروې او سویډن کمېټې په څېر ځینې نړیوال خیریه بنسټونه ورکوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت تر اوسه خپله د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو پر ټویټر یې له ولایتي مشرانو سره د انلاین ناستې خبر تائید کړی دی. لکن په دغه غونډه کې د شوي بحث په اړه یې څه نه دي په ډاګه کړي.

د پوهنې یوه ولایتي مشر چې نه غواړي نوم یې واخیستل وايي، له دغې کتنې وروسته یې "په خپل ولایت کې ټولو نړیوالو موسسو ته خبر ورکړی چې تر یوې میاشتې خپل کارونه راټول کړي."

د یوه بل ولایت د پوهنې مشر چې د طالبانو د وزیر په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وايي "د وزارت په امر مو ټول موسسات را غوښتي وو، د وزارت مقام امر مو ورته وړاندې کړ. هغوی باید خپل فعالیتونه په یوه میاشت صفر ته راښکته کړي."

دغه چارواکي وايي، نه پوهېږي د دې پرېکړې دلیل څه دي خو اټکل کوي چې ښايي د طالبانو د پوهنې وزارت غواړي په دې ډول د پوهنې ټولې چارې د دوی له لارې همغږې شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسف د پوهنې وزارت پر دغه پرېکړه "ژوره خواشیني" ښودلې.

په سیمه ییزو ښوونځیو کې د یونیسف په چوکاټ کې د ۵۰۰۰ ښځو په ګډون نژدې ۱۷۰۰۰ ښوونکي فعالیت کوي.

یونیسف په یوه خبره پاڼه کې ویلي چې "د خپرو شویو رپوټونو په اړه مالومات راټولي "او غواړي په همدې اړه د طالبانو د پوهنې له وزیر سره خبرې وکړي.

د سویډڼ د کمیټې یوه کارکوونکي بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، د طالبانو له دغې پرېکړې وروسته په غزني کې ترې غوښتل شوي چې خپل "تدریسي وسایل په یوه میاشت کې کورنیو موسسو ته وسپاري او خپلې چارې وتړي."

د طالبانو پوهنې وزارت د دغو ښوونځیو د فعالیت د ممکنه بندولو پرېکړه له هغې غونډې وروسته کوي چې نژدې یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو مذهبي مشر ملا هبت الله اخندزاده د پوهنې وزارت له ۳۴ ولایتونو له مشرانو سره جوړه کړې وه.

اوس نژدې ۶۳۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د طالبان حکومت له شپږم پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز لګولی.