هلمند او کندهار کې ښوونيز مرکزونه لا هم تړلي دي

د خپرېدو وخت

کندهار او هلمند کې لا هم د هغو سلګونه ځايي ټولګیو برخلیک روښانه نه دی، چې د طالبانو پوهنې وزارت یې د هغه څه په پلمه فعالیت ځنډولی چې دوی یې، پلټنه او د توپيري برخو حلول، بولي.

دا ټولګي تر ډېره هغو سیمو کې فعال وو چې دولتي ښوونځي په کې نه شته او زرګونه ماشومانو په کې زده کړې کولې.

کندهار کې د طالبانو پوهني اداره وایي دغه موضوع يې وزارت کې تر بحث لاندي ده، خو دا یې و نه ویل، چې توپيري موضوع ګانې څه دي.

کندهار او هلمند کې یو شمېر ځايي اوسېدونکي ګومان کوي، چې سیمه اییزو مدرسو شکایت کړی، ګنې ماشومان د مدرسو پر ځای محلي ټولګیو ته ورځي.