استراليا د افغانانو لپاره د وېزې ورکولو ځانګړی پروګرام راتلونکی کال ختموي

د عکس سرچینه، Getty Images
د استرالیا حکومت ویلي، د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې دوی سره کار کړی، د ویزو د ور کولو ځانګړی پروګرام به د راتلونکي ۲۰۲۴ کال زېږدیز کال په مې میاشت کې لغوه کړي او په شرایطو برابر کسان یوازې د روان کال تر نومبر میاشتې ورته خپل غوښتنلیک سپارلی شي.
خو ځینو افغانانو چې د استرالیا له حکومت سره یې کار کړی، وايي، د ویزو د غوښتنلیک سپارلو لپاره ټاکل شوی مهلت لنډ دی او ځینې همکاران یې چې دمګړۍ په افغانستان کې دي، ښايي ونه شي کولی تر یادې نېټې پاسپورت او د درېیم هېواد ویزه تر لاسه کړي.
يو افغان چې د افغانستان جنوبي ولایتونو کې یې د استرالیا د حکومت اړوند رسنیزو پروژو کې کار کړی او نه غواړي نوم یې واخلو، وايي، کابو یو کال کېږي د استرالیا د ویزې تر لاسه کولو لپاره له افغانستانه اسلام اباد ته تللی، د ویزې غوښتنلیک یې د استرالیايي ادارو ته سپارلی، خو تر اوسه یې ویزه نه ده تر لاسه کړې.
دی وايي په اسلام اباد کې يې ويزو په خلاصېدو او دلته د اوسېدو لپاره سم ځای نه لري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دغه افغان چې په افغانستان کې له څو نورو هغو افغانانو سره په تماس کې دی چې له استرالیايي ځواکونو سره کار کړی، وايي، په افغانستان کې راګير همکاران یې پاسپورتونه نه لري او د استرالیا له خوا د ویزو د غوښتنلیک سپارلو د نېتټې تر مهاله ښايي هغوی ان د پاسپورت او د درېیم هېواد په ویزو تر لاسه کولو ونتوانېږي.
استراليا ته د افغانانو د تګ دغه پروګرام چې په ۲۰۱۳ کال پیل شوی، د څه باندې ۱۴ سوو غوښتنلیکونو له ډلې یې یوازې ۱۵۹ غوښتنلیکونه تایید شوي او نورو ته یې د رد ځواب ور کول شوی دی.
خو د استرالیا دولت پخپل تازه اعلان کې ویلي، هغه پخواني افغان ځواکونه او د دوی د اړوندو ادارو امنیتي ساتونکي چې وړاندې یې د ویزې غوښتنه رد شوې، کولی شي تر نومبر میاشتې بیاځلې د ویزې غوښتنه وکړي.
یو پوځي وکیل ګلین کولومیټز، له هغو افغانانو سره له نږدې کار کوي کومو چې د استراليا له پوځ سره په افغانستان کې دندې ترسره کړې وايي، نوی اعلان به شاوخوا ۴۰۰ هغو افغانانو ته چې پخوا يې د اسټراليا ويزې غوښتنليکونه رد شوي يو ځل بيا چانس ورکړي چې د استراليا ويزې غوښتنه وکړي.
د استرالیايي رسنیو د راپورونو له مخې، استرالیا ته په شرایطو د برابرو افغانانو لېږدولو پروګرام کمزوري مدیریت او ځینې نورو لاملونو له امله بریالی نه و.
د استراليا حکومت پر دغه پروګرام د بیاکتنې لپاره یوه ځانګړې کومېټه ګومارلې وه چې د کومېټې موندنې ښيي په شرایطو برابرو افغانانو ته د ویزو د ور کړې پروګرام کې د استراليا د مهمو وزارتونو ترمنځ ناهمغږي او ګډوډي موجوده وه.




















