تاجکستان کې د 'حبیب الله کلکاني له عیارۍ تر پاچاهۍ' په نامه غونډه وشوه

د عکس سرچینه، Historic Archive
'د افغانستان اغېرمنو شخصیتونو ' په نامه د غونډو لړۍ کې نن د تاجکستان په دوشنبه کې د 'حبیب الله کلکاني ' له عیارۍ تر پاچاهۍ په نامه غونډه وشوه.
دا غونډه د تاجکستان علومو اکاډیمۍ د خطي میراث مرکز کې وشوه، چې د افغانستان او تاجکستان یو شمېر شخصیتونو پکې ګډون کړی و.
د غونډو دا لړۍ د تاجکستان علومو اکاډیمۍ، افغانستان، تاجکستان دوستي انجمن او افغانستان او سیمې مطالعاتو مرکز شریک نوښت بلل شوی.
د تاجکستان علومو اکاډیمۍ سکرتر قاسم شاه سکندروف د غونډې ویناوالو ته وویل، 'د افغانستان شخصیتونو ستاینې اوس لا زیات ملي او سیاسي اهمیت موندلی دی. '
د نوموړي په خبره 'د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان د لارښونې په رڼا کې د نن، سبا له اړتیا سره سم د تېر مهمو شخصیتونو ته درناوی مهم او رغنده رول لرلای شي. '
ښاغلي سکندروف په افغانستان کې د ۱۹۲۹ کال پېښې چې له کبله یې حبیب الله کلکاني په افغانستان کې واک ته ورسېد، 'د افغانستان د خلکو ملي پاڅون ' وباله د هغه ماتې دلیلونه یې وڅېړل او او 'د افغانستان مېشتو تاجکانو د ملي غرور بیداري ' لړ کې د تاریخي درس یادونه وکړه.
د مرکزي اسیا چارو شنونکي امید نظروف بیا غونډې ته یو رپوټ وړاندې کړ، چې د 'تاجکانو یوموټيوالي ' په لړ کې یې 'د حبیب الله کلکاني رول ' ته پکې کتنه کړې.
د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمدولي مسعود، د تاجکستان خبریالانو ټولنې مرستیال نجم الدین شاهین باد بیا د حبیب الله کلکاني د واکمنۍ د مهال اړوند ځینو 'تاریخي ابهاماتو ' په هکله وغږېدل.
په دوشنبه کې د بي بي سي خبریال سهراب ضیا وايي، د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت هم نیوکې وکړې او په افغانستان کې یې د طالبانو واکمنۍ کې د 'د تاجکانو لپاره د سخت وضعیت ' یادونه وکړه.
حبیب الله کلکاني په ۱۹۲۹ کال کې د امان الله خان د حکومت پرضد قیام وکړ او د ۹ میاشتو لپاره یې د هېواد واګې په لاس کې وې، خو د نادرخان واک ته رسېدو سره حبیب الله کلکاني له واکه لېرې او له خپلو یو شمېر ملګرو سره اعدام شو.
پر حبیب الله کلکاني تور و، چې واک ته له رسېدو مخکې یې د غلو د یوې غدۍ مشري کوله، خو پلویان یې وايي، دا تور د وخت له حکومت سره د مخالفت له کبله پرې پورې شوی.
د تاجکستان د غونډو دې لړۍ کې په پام کې ده، چې راتلونکې ناسته به د افغانستان پخواني ولسمشر ببرک کارمل یادونې ته ځانګړې شي.


















