تلېسېميا نړيواله ورځ؛ افغانستان کې "۱۲ زره کسان" پرې اخته دي

د خپرېدو وخت

د مې اتمه نېټه په نړۍ کې د تلېسېميا ناروغۍ سره د مبازې او پوهاوي د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

تلېسېميا يا د ويني کمی يوه جنېټکي یا ارثي ناروغي ده چې له امله يې په وينه کې هېموګلوبين خپل طبيعي جوړښت له لاسه ورکوي او اکسېجن نشي کولی د بدن ټولو غړو ته ورسېږي.

د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم دغه ورځ ولمانځل شوه.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان امر وايي، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي هم ګډون درلود و او په دې ناروغۍ اخته سلګونه کسان هم دې غونډې ته رابلل شوي وو چې ترڅو ستونزې يې له "هېوادوالو" سره شريکې کړل شي.

د شرافت زمان امر په وینا د شمېرو له مخې په افغانستان کې نژدې ۱۲ زره د تلېسېميا ناروغان شته چې په وينا يې له ګڼو ستونزو کړېږي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وايي، په تلېسېميا ناروغۍ اخته کس تل وينې او درملو ته اړتيا لري، ده پر نړيوالو غږ وکړ چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو سره د درملنې او پوهاوي لپاره مرسته وکړي.

ښايي تلېسېميا د اوسپنې د ډېروالي، د هډوکو او د زړه او رګونو د ناروغيو لامل شي. دا ناروغي تر ډېره په هغو ماشومانو کې پيدا کېږي چې مور او پلار يې په دې ناروغۍ اخته وي.

د دې له ناروغۍ لرونکي نويو زيږېدليو ماشومانو په بدن کې وينه نه توليدېږي او بدن يې وينې ته اړتيا پيدا کوي چې له دې سره د ناروغ رنګ ورځ تر بلې ژېړېږي.

که دوی وینې، درملو او درملنې ته دوامداره لاسرسۍ ونه لري، د دوی د هډوکو په جوړښت کې بدلون راځي او ښايي د ژوند په لومړنيو لسو کلونو ومري.

د هند د ډيلي اوسېدونکی دېوېندر سېنګ چې لور يې پر دې ناروغۍ اخته دی وايي، "موږ هېڅکله داسې فکر نه کاوه چې زموږ ماشومه دې کومه نیمګړتیا ولري، خو کله چې موږ واکسین کولو ته ولاړو، ډاکټر معاینه کړه او معلومه شوه چې د تلېسېمیا پر ناروغۍ اخته ده."

نوموړی وايي، "هېڅکله مو داسې نه انګېرله چې هغه دې د وینې کمښت ولري. زما لور ډېره فعاله ده. که څه هم هغه کله ناکله د پښو د درد څخه شکایت کوي او وايي، ستړی شوې ده، که نه نو هغه په بشپړه توګه نورماله ده.'

دی وايي، "اوس موږ باید هره میاشت د هغې هیموګلوبین معاینه کړو او بیا وینه ورکړو. دا خورا دردناک وي. "

تلېسېمیا څه ده او کله تشخیص کېدی شي:

  • تلېسيمیا یوه ارثي ناروغي ده او د زېږون څخه شپږ میاشتې وروسته معلومېږي.
  • د اغېزمن ماشوم بدن په بشپړه توګه وده نه کوي او ماشوم کېدی شي د هډوکو د خرابوالي له امله له ودې پاتې شي.
  • ډاکټران د وینې معاینې ترسره کولو سپارښتنه کوي چې ناروغي ژر معلومه شي.
  • د تلېسېمیا مېجر پر ناروغۍ اخته کسانو ته باید هره میاشت وینه ورکړل شي.
  • "یو ماشوم د تلېسېمیا جینونه له مور او پلار څخه په اخلي"