سپینه ماڼۍ: له افغانستانه د وتلو پر مهال د ګډوډیو مسوولیت د ټرمپ پر غاړه دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سام کابرال
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ادارې یو رپوټ خپور کړی، چې پکې یې له افغانستانه د امریکايانو وتلو پر مهال د ګډوډیو پړه پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اچول شوې ده.
په دې ۱۲ مخیز رپوټ کې راغلي ښاغلی بایډن د ښاغلي ټرمپ د پرېکړو له کبله ''سخت مجبور '' و، چې په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره د قطر په دوحه کې شوې پرېکړه هم پکې شامله وه.
د رپوټ نیمايي کې بیا یادونه شوې، چې حکومت کولای شوای، د خلکو ایستنه یې مخکې پیل کړې وای.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له کابله د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده. د بیا کتنې دا رپوټ د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا خپله د ولسمشر بایډن په مرسته چمتو کړی.
بل لور له څو اونیو راهیسې د امریکا کانګرېس کې جمهوریتپال چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په هکله پلټنه کوي، د دې رپوټ کتلو غوښتنه کوله. که څه هم تر اوسه دا رپوټ سري یا پټ راز ساتل کېږي، خو د پنجشنې پر ورځ یې د پایلو یوه خلاصه عامه شوې ده.
د افغان حکومت له سقوط وروسته په کابل هوايي ډګر کې د هغو خلکو خورا لویه ګڼه ګوڼه جوړه شوې وه، چې غوښتل یې له افغانستانه ووځي. د اګست پر ۲۶ مه بیا پر هوايي ډګر د غبرګو ځانمرګو بریدونو له کبله ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي پوځيان وژل شوي وو.
امریکايي ځواکونو څو ورځې وروسته په کابل کې یو ډرون برید وکړ او ادعا یې وکړه، چې ځانمرګی بریدګر یې په نښه کړی، خو وروسته یې ومنله چې ۱۰ ملکي کسان یې وژلي دي.
د پنجشنبې پر ورځ د ښاغلي بایډن ملي امنیت شورا ویاند جان کیربي د دې خونړیو پېښو او ګډوډیو پړه پر هغه هوکړه واچوله چې د ښاغلي ټرمپ حکومت یو کال مخکې له طالبانو سره کړې وه. په رپوټ کې د ټرمپ حکومت لخوا په ''لوی لاس د کمزوري '' یادونه شوې ده.
ښاغلی کیربي زیاتوي چې دا جمله د ټرمپ واکمنۍ پر مهال د امریکايي ځواکونو شمېر کمولو، د زرګونو طالب زندانیانو خوشي کول او دغه راز له طالبانو سره د جګړې ختمولو په پار د دوحې هوکړه ده. ښاغلي کیربي د رپوټ خلاصې وړاندې کولو پر مهال وویل ''بدلونونه اهمیت لري. ''
نوموړي زیاته کړه:
''دا لومړی درس دی چې دلته یې زده کوو او نوې اداره د دې یوه مسوولیت هم پر اوږو نه لري. ''
رپوټ کې ویل شوي چې له افغانستانه د امریکايانو او متحدینو ایستلو چاره مخکې پیل کېدای شوای. د رپوټ په اووم مخ کې ویل شوي، ''موږ اوس د امنیتي وضعیت له خرابېدو مخکې د ایستنې چارې پیلول لومړیتوب بولو. ''
خو په رپوټ کې د دې ناوختۍ لامل هم د افغان حکومت، پوځ، امریکايي پوځ او استخباراتي ارزونو له لوري ځنډ بلل شوی دی.
له ښاغلي کیربي پوښتنه وشوه، چې ایا د دې رپوټ پایلو ته په کتو به ځینې کسان چې د امریکایانو وتلو کې یې مسوولیت درلود، له دندې ګوښه شي، نوموړي وویل د دې هدف ''حساب ورکول نه دي. ''
د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر له افغانستانه د پوځونو ایستلو ضرب الاجل له ګڼ شمېر غوښتنو سره سره و نه غځاوه. نوموړي هغه مهال ویلي و، ''هر څومره ژر چې دا ماموریت پای ته ورسوو، ښه ده.دغه راز طالبانو هم د اګست له ۳۱ وروسته د دې ضرب الاجل له غځولو سره مخالفت کړی و.
امریکایانو او لوېدیځوالو متحدینو یې هغه وخت ویلي و، چې د اګست میاشتې تر ۳۰ پورې یې له هوايي ۱۲۴ زره کسان له کابله ایستلي دي.




















