روسیه وايي مزار شریف کې یې کونسلي خدمتونه پیل کړي

ضمیر کابلوف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ضمیر کابلوف وایي، امریکایان د کندهار او بګرام له هوایي ډګرونو هر څه چې وغواړي جرمني او رومانیا ته قاچاق کوي
د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د افغانستان په شمال مزارشریف کې یې "خپل کونسلي خدمتونه پیل کړي دي."

نوموړي دا څرګندونې تاس نیوز خبري اژانس سره تازه مرکه کې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبر تایید کړی.

د دغه وزارت ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یوه لیږلي پیغام کې ویلي "څو میاشتې وړاندې د روسیې یو شمېر تخنیکي ټیمونه را رسېدلي وو، چې د کونسلي خدمتونو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي."

روسیې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو یوه میاشت مخکې د ناامنیو پېښو له ډېرېدو سره اعلان وکړ چې د مزارشریف له کونسلګرۍ یې خپل دېپلوماتان ایستلي دي.

د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې روسي چارواکو دا پرېکړه موقتي بللي وه او ویلي یې و چې "د وضعیت له ښه کېدو سره به بېرته د دوی دېپلوماتان په کونسلګرۍ کې ځای پر ځای شي.

هغه مهال د روسیې ترڅنګ ګڼو نورو هېوادونو هم افغانستان کې لومړۍ خپلې کونسلګرۍ او ورپسې د نظام له سقوط سره سفارتونه وتړل.

افغانستان کې د کومو هېوادونو سفارتونه پرانیستي؟

طالبان ایران

د عکس سرچینه، TALIBAN

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، له نړۍ سره یې اړیکې پراخه شوې او د ده په ټکو دا مهال نږدې ۱۵ هېوادونه افغانستان کې دیپلوماتیک حضور لري.

د Dorar TV عربي تلویزیون سره په تازه مرکه کې ښاغلي متقي ټينګار کړی چې "په عمل کې له ځينو هېوادونو سره رسمي راشه درشه لرو ځکه د دوی سفارتونه دلته خلاص دي او زمونږ هلته خلاص دي."

خو د ده په ټکو "رسمي اعلان لا نه دی شوی، ولې هیله لرو چې په دې برخه کې به هم پرمختګ راشي."

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنست په افغانستان کې دمګړۍ د چین، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، هندوستان، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عرب سفارتونه فعاله دي که څه هم افغانستان لپاره ځينې سفیران په پرلپسې ډول کابل کې نه وي.

بهرنیو چارو وزارت

د عکس سرچینه، MOFA

د عکس تشریح، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت مني چې د سعودي دېپلوماتان لا هم کابل ته نه دي ستانه شوي خو په وینا یې ممکن ژر بېرته خپل سفارت ته ور وګرځي.

پاکستان هم خپل سفیر ایستلی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه یوه هېواد هم په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو په وروستیو کې ځینو هېوادونو د افغانستان سفارتونه یا کونسلګرۍ د طالبانو استازو ته سپارلي او افغانستان ته هم راشه درشه لري.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي د نړۍ ځينو سیالیو او نزاکتونو د دوی د رسمیت پېژندنې بهیر ورو کړی، خو په وینا یې له نړۍ سره یې تعامل په ښه کېدو دی.