له تعلیمه مه لاس پر سر کېږئ؛ د بي بي سي نړیواله څانګه د افغان ماشومانو لپاره تعلیمي خپرونه پیلوي

د خپرېدو وخت

بي بي سي له ۱۱ تر ۱۶ کالو د عمر لرونکو افغان ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو لپاره چې طالبانو یې ښوونځي تړلي، یو تعلیمي پروګرام پیل کړی دی. 'درس ' چې پښتو او دري مانا یې زدکړه ده، داسې لومړنۍ تعلیمي خپرونه ده چې یې بي بي سي به یې له راډیويي، انلاین او ډیجیټل لارو د افغان ځوان کول لپاره خپروي.

دا خپرونې افغانانو چمتو کړې او هغه افغان ښځینه خبریالانې به یې وړاندې کوي چې ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې هېواد پرېښی دی.

د بي بي سي خبریاله عالیه فرزان چې د دې خپرونو له وړاندې کوونکو یوه ده او اوس په بریتانیا کې ژوند کوي، په دې هکله وايي: ''زه په دې باور یم چې زدکړې په پرېکنده ډول په ژوند کې بدلون راولي. زه د خپل هېواد نجونو لپاره مسوولیت احساسوم. دوی ډېرې بې ملاتړه دي او کله خو داسې ښکاري چې نهیلې دي. ''

عالیه له یوه سخت ذهني کړاوه تېره شوې. دا په ۱۹۹۶ کال کې هغه مهال وزېږېده، چې طالبانو لومړی ځل کابل ونیو او پر افغانستان یې کنټرول ترلاسه کړ. په تخار ولایت کې چې عالیه پکې لویه شوې، د نجونو پر زدکړو له رسمي بندیز سره سره نجونې ښوونځیو ته ځي. دا وايي: ''ځان بختور بولم. ما هغه زدکړې وکړې، چې ډېرې نورې ترې محرومې دي. ''

د نړیوال بانک شمېرې ښيي چې تر ۲۰۰۳ کال پورې چې د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ له پای ته رسېدو دوه کاله تېر شوي وو، ایله شپږ سلنه افغان نجونې ښوونځیو ته تلې.

عالیه وايي، پرېکړه مې همدا وه، چې یا به ژورنالیزم کوم او یا به ښوونکې یم، ځکه پلار مې ښوونکی و. عالیه لس کلنه وه، چې پلار یې ۲۰۰۷ کال کې افغانستان کې پر دېره جرمن پوځیانو د طالبانو یوه مشکوک برید کې ووژل شو. دی د برید په ځای کې تصادفي ایسار شوی و.

په ۲۰۱۸ کال د خبریالۍ په هکله د عالیه ارمان پوره شوه او له بي بي سي سره یې دنده پیل کړه، خو ژر تاریخ یو ځل بیا تکرار شو او دا د ۲۰۲۱ کال اګست کې د کابل له سقوط یوه اونۍ وروسته له هېواده وایستل شوه.

د عالیې د کورنۍ ځینې غړي چې ښوونځي ته د تلو عمر لرونکې نجونې هم پکې شاملې وې، په افغانستان کې پاتې شوې.

دا وايي: ''خوښه یم چې دا خپرونه به وړاندې کوم، په داسې حال کې چې د ښوونځیو افغان زدکوونکې یو ځل بیا تر بندیزونو لاندې ژوند کوي. ځینې وختونه ځان ته د دوی له نظره ګورم، فکر کوم که زه د دوی د عمر وای، په افغانستان کې مې ژوند کولای، ښوونځي ته نه شوای تلای، له کوره بهر یوازې نه شوای وتلای، څه به مې کول؟ ډېره به خوښه وای، چې یو څوک راغلي وای او زدکړه یې راکړې وای. ''

په داسې حال کې چې تېره اونۍ افغان هلکان له رخصتیو وروسته بېرته ښوونځیو ته ستانه شول، د منځنیو ښوونځیو نجونو زدکوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې ښوونځيو ته لاړې شي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسف مسوولین وايي، پر نجونو د تعلیمي ادارو دروازو بندولو اغېز ژور کېدای شي او یوه پایله یې ''په کم عمرۍ کې د ودونو احتمالي خطر '' هم رامنځته کوي، چې همدا اوس په افغانستان کې د کم عمره کسانو ودونو شمېر په ډېرېدو دی.

دغه سازمان وايي، درې میلیونه هغه نجونې چې ښوونځيو ته تلې، د تېر کال اوږدو کې د رسمي زدکړو له ترلاسه کولو محرومې کړل شوې دي، چې که نن هم ښوونځي پرانیستل شي، نیمايي یې ښايي زدکړو ته ستنې نه شي.

پر زدکړو بندیز: طالبان څه وايي؟

طالبان وايي، د ''یو مناسب چاپېریال چمتو کېدو تر مهاله '' د نجونو ښوونځي په موقت ډول تړل شوي دي. دوی وايي، د نجونو لپاره د ښوونځي کالیو څرنګوالي په هکله لا هم پرېکړه نه ده نهايي شوې.

په تېره جولای میاشت کې د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزیر ډاکتر قلندر عباد د نجونو لپاره د ځانګړو ټولګیو پانګې نشتوالي خبره وکړه، او لامل یې د نړیوالو قدرتونو لخوا د افغانستان شتمنیو کنګل کېدل وبلل.

نوموړې د نصاب په هکله د ''ځینو اندېښنو '' خبره هم وکړه. له بي بي سي سره په یوه مرکه کې بیا یو بل ویاند نجونو ته د ښوونځي تګ اجازې ځنډولو یو لامل تعلیمي ادارو ته د نجونو خوندي تګ راتګ په هکله اندېښنې وبللې.

په دسمبر کې بیا طالبانو پوهنتونونو ته هم د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

له کورونا وبا ترلاسه شوې زدکړه

د کورونا وبا پر مهال ځوان بریتانویان او د دوی مېندې، پلرونه د نړیوال معیار هغو زدکړو پر اهمیت پوه شول، چې بي بي سي وړاندې کړې.

اوس د درس لپاره د بي بي سي له بېلا بېلو برخو داسې ټیمونه یو ځای شول چې دغه محتوا راټوله کړي او داسې زدکوونکو ته یې په بله بڼه وړاندې کړي چې د نورو لاملونو له کبله نه شي کولای د ښوونځي ټولګیو ته لاړ شي.

درس کې به له تطبیقي ریاضي، تاریخ، سائنس او کمپیوټر تنکالوژي مضمونونه وړاندې شي چې د ښوونځي عمر ماشومانو د تعلیمي ملاتړ لپاره د بي بي سي انلاین زدکړیزې څانګې 'بي بي سي بایټ سائز ' نه اخیستل شوي دي.

په خپرونه کې به د بېلا بېلو الهام بښوونکو موضوعاتو په هکله هم خبرونه او رپوټونه وړاندې کېږي. بي بي سي به دا خپرونې د افغانستان په رسمي ژبو پښتو او دري دا خپرونې وړاندې کړي.

د دې خپرونې پښتو برخې وړاندې کوونکې شازیه حیا په دې باوري ده، چې دا خپرونه به له داسې نجونو سره مرسته وکړي چې یو مهال دا خپله هم په همداسې وضعیت کې ژوند کاوه.

دا وایي: ''تصور کوم چې زه یوه ۱۶ کلنه نجلۍ وم، کاشکې هغه وخت د درس په څېر کومه خپرونه وای. ''

شازیه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه بریتانیا ته راغله.

دا وايي، د رسمي زدکړو ترلاسه کول یې د کورنۍ لپاره ځکه اندېښمنونکې چاره وه، چې پلار یې له دندې کولو سره سخت مخالف و. دا زیاتوي: ''له ۱۲ ټولګي چې فارغه شوم، پلار او مشر ورور مې ویل، همدومره درته کافي دي، اوس نو باید واده وکړې. ان که اوس هم زما له پلاره وپوښتې چې کومه برخه کې مې زدکړې کړې، دی معلومات نه لري، ځکه زما په زدکړو کې یې یوازې د دې لپاره دلچسپي نه لرله، چې زه نجلۍ یم. ''

د دې د کورنۍ یوازې ښځینه غړو هڅوله چې ''خپلواکه شي '' او باید پوهنتون ته لاړه شي. دا وايي: ''له همدې کبله د بي بي سي دا خپرونه ما ته ډېره مهمه ده. ''

د درس لومړنیو ۱۲ اونیو خپرونې به د بي بي سي نیوز افغانستان چېنل له لارې د اپریل له لومړۍ نېټې له شنبې تر جمعې پورې څلور ځله د ورځې خپرېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې بي بي سي په اونۍ کې د دې هېواد د نفوس له ۶۰ سلنې زیاتو مخاطبینو ته رسېده، ځکه د دې نوي سټیلایټ چېنل پیل سره افغان لویان او ماشومان یو فرصت مومي چې یو ځل بیا بې پرې او باوري خبرونو ته لاسرسی ومومي.

د پروګرام نیم ساعته برخه به د راډیو له لارې هم اورېدل کېدای شي او دغه راز به د بي بي سي فارسي ټلویزیون، بي بي سي پښتو او بي بي سي دري نیوز فېسبوکپاڼې له لارې هم اورېدل او لیدل کېدای شي.

بي بي سي پښتو برخه په افغانستان کې هره اونۍ تر اته اعشاریه درې میلیونو مخاطبینو ته رسېږي او د بي بي سي دري برخې مخاطبینو شمېر بیا په هېواد کې هره اونۍ څلور اعشاریه درې میلیونو کسانو ته رسېږي.

عالیه فرزان وايي: ''ځینې کورنۍ به د دود، دستور له مخې ښايي خپلو نجونو ته د ټلویزیون کتلو اجازه ور نه کړي، خو ځینې نور به بیا دې خپرونې ته خوښ وي. ''

شازیه حیا بیا په دې هکله زیاتوي: ''یو څه چې زه یې تمه لرم زموږ د پروګرام له لارې به یې د زدکړو ترڅ کې دوی زده کړي دا دي چې زما د مور په څېر، زما په څېر او د میلیونونو نورو ښځو په څېر، د تعلیم ترلاسه کولو له حقه لاس پر سر نه شي. ''