د بشري حقونو څار سازمان: ډنمارک او سویډن افغان ښځو ته پناه ورکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشري حقونو څار سازمان د دې هېوادونو پرېکړه ستایي او زیاتوي په دې سره به ډېرې افغان مېرمنې او نجونې چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی خوندي شي.
د یاد سازمان د رپوټ له مخې تېره اوونۍ د ډنمارک د کډوالو د استناف غوښتنې بورډ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې افغان مېرمنو او نجونو ته پناه ورکوي، دا بهیر به "ځانګړی یا د جنسیت " له مخې وي.
د استناف غوښتنې بورډ دارنګه په ډاګه کړې "د افغان نجونو او مېرمنو د ژوند شرایطو سختوالی" د دوی د دې پرېکړې بنسټ جوړوي.
له دې وړاندې په تېره ډېسمبر میاشت کې سویډن هم اعلان وکړ چې افغان میرمنې او نجونې د کډوالو په توګه مني او هغوی ته به هلته د اوسېدو دری کلن اسناد ورکړل شي.
ډنمارک له وړاندې د دې نوې تګلارې له مخې یوې افغان مېرمنې او لور ته یې پناه ورکړې ده.
د استناف غوښتنې بورډ دارنګه د هغو لسو افغان مېرمنو او نجونو قضیې بیا پرانیستې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې رد شوې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډنمارک دا پرېکړه د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې له پایلې وروسته راځي چې په تېره جنورۍ میاشت کې یې ویلي وو " افغان نجونې او مېرمنې په ټولیزه توګه خوندي نه دي، د طالبانو تر واک لاندې هغوی د دې مستحقې دي چې ګډوالي یې ومنل شي."
د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې پرېکړه د دې ټولنې غړي هېوادونه نه مجبوري چې د اروپایي ټولنې ټول قوانین پلي کړي.
دغه دوه هېوادونه داسې مهال افغان مېرمنې د کډوالو په توګه مني چې د بشري حقونو څار سازمان په وینا په افغانستان کې د هغوی حقونه په کم ساري ډول پیکه شوي.
د بشري حقونو څار سازمان کاږي، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د کار او زدکړو په ګډون یې له ښځو ټول حقونه اخیستي، ازادي یې ترې تروړلې او د خپلو حقونو د غوښتنې پر مهال زندانونو ته اچول شوې او ربړول شوې هم دي.
دغه سازمان وایي، زرګونه افغانان په یو شمېر هېوادونو کې په دې تمه بې برخلیکه پراته دي چې که کوم هېواد یې د کډوالو په توګه ومني.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه بشر پالي سازمان په ټکو د ډنمارک او سویډن پرېکړه به د دې لوی شمېر افغانان د کډوالۍ غوښتنې پوره نه کړي.
خو زیاتوي دا د افغان ټولنې د نیمې برخې وګړو لپاره چې اوس مهال له خپلو ټولو حقونو محرومې دي، یوه مهمه پرېکړه ده چې د هغوی غږ اورېدل کېږي.
د بشري حقونو څار سازمان تمه لري، نور هېوادونه به هم د ډنمارک او سویډن په پله پل کېږدي او له دوی سره د دې لویې ستونزې حل ته په ګډه اوږه ورکړي.



















