‏منظور پښتین: منیر اکرم په ډاګه کړه چې د افغان نجونو د زدکړو بندیز تر شا څوک دي

    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغان نجونو د زدکړو په تړاو په ملګرو متلونو کې د پاکستان د استازي منیر اکرم له څرګندونو یوه ورځ وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تند غبرګون ښوولی دی.

ښاغلي پښتین په همدې تړاو پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په ښځو تعلیم نه کول د پښتنو رواج نه دی او د نوموړي په ټکو" له ډیوېډ جونز څخه رانیولې تر کرنل امامه د ملګرو منصوبه ده چې پښتانه افغانان وروسته پاتې وساتی ځکه هغوی تل د ښځو تعلیم رد کړی دی."

منظور پښتین زیاتوي، د افغان نجونو د زدکړو په تړاو په ملګرو ملتونو کې د پاکستاني استازي بې بنسټه " جوازونو" یا څرګندونو روښانه کړه چې د نجونو پر زده کړو د بندیز تر شا څوک دي.

په ملګرو متلونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم څرګندونې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو سیاستوالو او عامو خلکو له خوا په پراخه کچه غندل شوې دي.

له منظور پښتین مخکې د ملي عوامي ګوند د خیبرپښتونخوا مشر 'ایمل ولي خان' هم ویلي چې "د پښتنو نجونو په اړه ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي له سپکاوي ډکې څرګندونې د منلو نه دي."

هغه پر خپل ټویټر لیکلي "موږ پښتانه پر خپلو ښځو ویاړو چې د ژوندانه ټولو اړخونو کې زموږ د سړیو ملاتړ کوي."

ایمل ولي خان لیکلي، منیر اکرم ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ لپاره هېڅ مناسب کس نه دی او د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري یې غوښتي چې د هغه ګوښه کولو لپاره ګام اوچت کړي.

په هم دې حال د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم په دې اړه وایي د پاکستاني سفیر څرګندونې له استعماري ادبیاتو سرچینه اخلي.

ښاغلی صالح وایي، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان په سر "نوې پروژه" اخلي ترڅو دده په ټکو " یو ځل بیا پرې ډالر واخلي."

دده په وینا پاکستان شل کاله وړاندې په افغانستان کې د زدکړو او پرمختګ مخینوي لپاره " مدرسې په داسې کسانو ډګې کړې چې نن پر افغانستان واکمن دي."

د ښاغلي صالح په ټکو په پښتنو کې د زدکړو په تړاو د پاکستاني استازي څېړنې " د ای ایس ای په روزنځایونو کې" کې ترسره شوې.

د پاکستان سفیر د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته ویلي و "زموږ له نظره هغه بندیزونه چې د افغان چارسمبالي حکومت له لوري لګول شوي، ‌تر ډېره د پښتنو له کلتوري‌ برخې سرچینه اخلي،‌ نه له مذهبه. د همدې کلتور له مخې ښځې باید په کورونو کې وساتل شي."

د ملګرو ملتونو په یاده غونډه کې د افغانستان چارسمبالی استازی نصیر احمد فایق هم د نوموړي څرګندونې په کلکه رد کړې وې او ویلي یې وو "د طالبانو کړنې د افغانستان د خلکو له هېڅ کلتور سره اړخ نه لګوي"

وروسته ښاغلي فایق په ټویټر د خپلو څرګندونو ویډیو هم خپره کړه چې نوموړي پکې ویلي، د منیر اکرم له څرګندونو سره موافق نه دی.

ښاغلي فایق په خپلو خبرو کې وایي، ان په قبایلو سیمو کې هم هیڅوک د نجونو د زدکړو مخالف نه دي.

ښاغلی فایق پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ،‌ په ملګرو ملتونو کې د چارسمبالي په ډول د افغانستان استازولي کوي او د طالبانو حکومت استازی نه دی.

نوموړی وايي، طالبانو د کلتور په بهانه په افغانستان کې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونو راګرځولې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د استازي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلی او نه یې هم د نصیر احمد فایق څرګندونو ته غبرګون ښودلی.