د اسلامي همکاریو سازمان: د خصوصي پوهنتونو په کانکور کې پر نجونو بندیز د ښځو زدکړې نورې سختوي

د خپرېدو وخت

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، د ښځو پر زدکړو د طالبانو وروستی بندیز به پر دوی د تعلیم او کار محدودیتونه لا پسې سخت کړي.

دغه سازمان پر خپله ټوېټر پاڼه یو لړ ټویټونو کې د طالبانو له خوا د خصوصي پوهنتونو د کانکور په ازموینه کې د ښځو د ګډون د ځنډولو په اړه خواشینې څرګنده کړې او دا اقدام یې د ښځو د زدکړو او کار پر وړاندې د بندیزونو د لا سختېدو په مانا یاد کړی دی.

یاد سازمان لیکلي: "دا وروستې فرمان هغه بندیزونه نور هم سختوي چې کابل کې د چارواکو له خوا د زدکړو او کار برخه کې د نجونو او ښځو د لاسرسي په اړه اعلان شوي دي."

طالبانو د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې د ښځو نوم لیکنه وروسته له هغې وځنډوله، چې د اسلامي همکاريو سازمان له دې وړاندې د جنوري په ۱۱مه د سعودي په جده کې غونډه کړې وه.

دغه غونډه کې د طالبانو لخوا د نجونو پر زدکړو او په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز او په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بحث شوی و.

د اسلامي همکاریو سازمان مشر حسین ابراهیم طه په یاده غونډه کې هم له طالبانو غوښتي وو چې ژر تر ژره دې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لېري کړي او افغان ښځو ته دې په بېلابېلو برخو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.

نوموړي ویلي و "موږ په افغانستان کې د وروستیو ناخوالو ډکې پېښې له ژورې اندېښنې سره څارو. د خپل ځانګړي استازي په لاس مو طالب چارواکو ته خپل پیغام استولی چې پکې د اسلام په رڼا کې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو په اړه خپلو تېرو ژمنو پوره کولو باندې ټینګار شوی دی."

د اسلامي همکاریو سازمان پر افغانو ښځو له دغه نوي بندیز وروسته یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې پر ښځو د بندیزونو په اړه پر خپلو پرېکړو بیاکتنه وکړي.

د یاد سازمان پر ټویټر پاڼه راغلي : "دغه سازمان له واکمنو چارواکو غوښتي چې د ښځو او نجونو د زدکړو د مخنیوي برخه کې د وروستي او پخوانیو فرمانونو او د هغوی د پراخو اقتصادي او ټولنیزو اغیزو په اړه له سره غور وکړي."

د روانې اوونۍ پیل کې د شنبې پر ورځ جنورۍ په ۲۸تمه طالبانو د یوه تازه مکتوب په خپرولو سره د شخصي پوهنتونو لپاره کانکور ازموینه کې د نجونو نوملیکنه وځنډوله او دغو پوهنتونو ته یې امر وکړی د کانکور ازموینې لپاره تر "امر ثاني" پورې نجونو ته د نوم لیکلي اجازه ور نه کړي.

د تېر ډیسمبر پر شلمه د طالبانو لوړو زدکړو وزارت په دولتي او خصوصي پوهنتونونونو کې د نجونو زدکړې وځنډولې، چې دې پرېکړې یې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي.

له هغه بندیز وروسته د امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، جاپان، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سویزرلېنډ او اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزارتونو په ګډون ګڼو هېوادو په یوه ګډه ویناپاڼه کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه به یې له دوی سره د اړیکو پر څرنګوالي اغېز وکړي.

د طالبانو لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم وروسته وویل، په پوهنتونونو کې د طالبانو د حکومت له خوا وړاندیز شوي "اصلاحات نه پلي کېدل" نو اړ شول چې د ځنډېدو پرېکړه یې وکړي.