امریکا د ځینو افغان کورنیو د یو ځای کولو لپاره د غوښتنلیک فورم خپور کړ

کډوال

د عکس سرچینه، State department

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي چې د غوښتنلیک ځانګړي فورم له لارې هلته تللي هغه افغانان چې په لنډمهالې توګه د خوندیتابه په موخه امریکا کې ځای پر ځای شوي دي کولای شي د خپلو کورنیو د پاتې غړو د ورغوښتلو کارونه پیل کړي.

" DS-4317" په نامه دغه فورم د مشروطې ازادۍ لرونکې یا " پرولي" په نامه ډلې خلکو لپاره جوړ شوی.

د کورنیو د یو ځای کېدو کړنلاره امریکا کې د میشتو شویو افغانانو د کډوالۍ په څرنګوالي پورې اړه لري.

له افغانستان څخه امریکا ته تللي کسان په پنځو برخو وېشل شوي: امریکایي وګړي یا د امریکا تابعیت لرونکي، هغه کسان چې قانوني او د دایمي اوسېدونې اسناد ولري، د امریکا د ځانګړ وېزو یا "ایس ای وي" لرونکي، کډوال او پناغوښتونکي او د مشروطې ازادۍ لرونکي یا " پرولي" په نامه خلک پکې شامل دي.

دغه کسان چې یوازې امریکا ته تللي کولای شي، د ژوند خپل شریک" مېرمن یا خاوند" او له ۲۱ کلونو د ټېټ عمر لرونکي بچیان ور ورغواړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ددې فورم په تړاو له خپرې کړې وینا پاڼې سره لیکلي چې د افغان کورنیو یو ځای کول یې یې لومړیتوب دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې وینا پاڼه کې دارنګه راغلي." دې بهیر کې ټول کسان ګډون کولای شي، ان هغه کسان هم پکې شامل دي چې په لنډمهالې توګه د خوندیتابه په موخه امریکا کې ځای پر ځای شوي دي."

د وړم ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې وروسته امریکا متحده ایالاتو لوی شمېر افغانان چې ځېنې یې یوازې وو او ځینې هم له کورنیو سره، هلته بوتلل.

خو هغه وېشل شوې کورنۍ چې د کورنیو غړي یې یا په افغانستان او یا هم په درېمو هېوادونو کې ترې پاتې دي دا مهال له یو بل د لرې والي له امله له ستونزو سره مخ دي.

کډوال

د عکس سرچینه، State department

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایې ژمن دي چې په شرایطو برابرې دغه کورنۍ سره یو ځای کړي.

د وزارت وینا پاڼه کې راغلي غوښتنلیکونه د کډوالو د هرې ډلې وضعیت ته په کتو جوړ شوي دي.

د وزارت په وینا د څلورو لومړنیو ډلو لپاره یې له وړاندې د غوښتنې فورمونه درلودل، خو پنځمه ډله خلک چې د لنډمهالي خوندیتابه لپاره راوستل شوي، نوی فورم ورته جوړ شوی چې د وزارت د افغانستان برخه کې یې اچولی دی.

امریکا متحده ایالاتو په افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو را وروسته لسګونه زره هغه افغانان چې ګواکي ژوند ته یې د طالبانو لخوا خطر پېښ و له خپلو کورنیو سره یو ځای له افغانستان و اېستل، ډيري یې امریکا ته ورسېدل او یوه برخه نور په دریمو هېوادونو کې لنډمهالي مېشت دي او امریکا ته د تګ لپاره شېبې شمېري.